کونډه ښځه چې د لبنیاتو په جوړولو د ژوند څرخ تاووي

۳۷ کلنه عایشه د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې څلور کاله کېږي له د خپل مېړه له مړينې وروسته د پنځو اولادونو سرپرستي پخپله پر غاړه لري. هغې وویل: «کله چې مې مېړه وفات شو، هېڅ مو نه درلودل او شپې او ورځې به مو لوږې تېرولې. وروسته یوې مؤسسې راته دوه غواګانې راکړې او له هماغې وخت مې ژوند بدل شو.»
د عایشې ورځ هر سهار د غواوو په لوشلو پيلېږي. د کلي د کور په يوه کونج کې، هغې د تجربې او هيلې ډک لاسونه په کار بوخت دي او د پنير، مستې او نورو لبنياتو د تيارولو هڅه کوي. نوموړې وايي: «د غواوو له محصولاتو لکه کوچ، پنير، مستې، شيدې، کورت، شړومبې او چکې د پلور له لارې د کورنۍ لګښتونه پوره کوم او له همدې پيسو خپل اولادونه ښوونځي ته لېږم.»
د هغې هڅې يوازې د خپلې کورنۍ پر اړتیاوو نه راڅرخي. عايشه وايي، په کليوالو سيمو کې د سترو فابريکو د نشتوالي له امله ډېری ښځې اړې شوې چې په خپلو کورونو کې کوچنۍ لبنيات جوړولو فابريکې جوړې کړي: «فابريکې په ښارونو کې دي او له موږ شيدې نه اخلي. نو ځکه مجبوره يو چې په کور کې د غواوو له شيدو بېلابېل محصولات جوړ کړو.»
هغې زياته کړه چې د خپلو اولادونو په مرسته د لبنياتو په چمتو کولو سره نه يوازې د کور لګښتونه برابروي، بلکې د ژوند شرايط يې هم ښه شوي دي. عايشه باور لري چې همدا دوامداره هڅې د هغې د کورنۍ راتلونکی روښانه کوي.
ښځینه فعالانې ټېنګار کوي چې پرمختیا کې د ښځو رول نه یوازې په شعار بلکې په عمل کې هم په څرګنده لیدل کیږي، په وینا یې د ښځو له لوري د لبنیاتو تولید نه یوازې یو محصول دی، بلکې د هغو ښځو د هڅو ښکارندويي کوي چې پرېکړه یې کړې بدلون له خپل ځانه پیل کړي.