کندهار کې یو مدني فعال او سندرغاړی د طالبانو له درې میاشتني بند وروسته خوشې شو

کندهار کې یو مدني فعال او سندرغاړی د طالبانو له درې میاشتني بند وروسته خوشې شو
Photo: Social Media

په کندهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو محلي سندرغاړی او مدني فعال بخت محمد رېګوال چې درې میاشتې وړاندې د طالبانو له لوري بندي شوی و، خوشې شو.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړی د طالبانو استخباراتو لخوا پر خپله فېسبوک پاڼه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين او پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د عکسونو د خپرولو په جرم نيول شوی و.

د سرچینې په وینا تر اوسه دا نه ده څرګنده چې بخت محمد رېکوال په نورو کومو تورونو نیول ‏شوی او په کومو شرایطو له زندانه خوشې شوی دی.‏

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.  

طالبانو بیاځلې واک ته له رسېدو وروسته تل د یو شمېر سیاسي کارپوهانو، د ‏مدني ټولنې فعالانو او د پوهنتون استادانو په نیولو لاس پورې کړی دی.‏