پکتیکا کې د طالبانو تازه پرېکړه؛ له واده مخکې او د واده په ورځ زوم خسر کره نشي تللی

پکتیکا کې د طالبانو تازه پرېکړه؛ له واده مخکې او د واده په ورځ زوم خسر کره نشي تللی
Photo: RM Media

په پکتیکا ولایت کې ځایي سرچینو ویلي، چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د طالبانو امربالمعروف ادارې او قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې زوم تر واده مخکې او د واده په ورځ د خُسر کور ته نشي تللی.

په دغه پرېکړه لیک همداراز ټینګار شوی چې د واده په ورځ ناوې په مخکې سیټ کې له موټر چلوونکي سره نشي کېناستلی او دا یې د افغاني او اسلامي شریعت خلاف عمل بللی دی.

په پریکړه لیک کې د کونډې مېرمنو ولور دوه نيم لکه افغانۍ، د خلاص هلک او خلاصې جينۍ ولور درې نيم لکه افغانۍ، د بن يا دويمې ښځې ولور پنځه لکه افغانۍ، د ځوان کونډ سړي لپاره ولور درې نيم لکه افغانۍ او له ۴۰ څخه پورته عمر لرونکي ته څلور لکه او پنځه ويشت زره افغانۍ ولور ټاکل شوی دی.

همدارنګه د واده په ورځ شاه (د واده زلمي) سره به د خُسر کور ته له دریو موټرو څخه زیات خلک نه ځي او پر موسیقۍ غږولو یې لا له پخوا مطلق بندېز لګولی دی.

امربالمعروف دغه پرېکړه لیک د شریعت پر اساس بلل شوی او ځایي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی، که هرې پرېکړې سروغړنه وکړي نو محکمې ته به معرفي شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د هیواد په ګڼ شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته محدودیتونه وضعه کړي، چې عام خلک یې اندېښمن کړي او دا چاره یې د وګړو په شخصي ژوند کې لاسوهنه بللې ده.