په زابل او پروان کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپرېدو بندیز ولګېد

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایې چې طالبانو په یوه تازه اقدام کې په زابل او پروان ولایتونو کې هم د رسنیو له لارې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
یاد مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په زابل او پروان ولایتونو کې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنالمنکر ریاستونو د سیمهییزو رسنیو مسوولانو ته د یوې ناستې پرمهال په جدي ډول ویلي، چې له دې وروسته د ژوندیو موجوداتو له انځور اخیستلو او خپرولو ډډه وکړي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په زابل او پروان کې د رسنیو له لارې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو له بندیز سره د هغو ولایتونو شمېر ۱۳ ته ورسېده، چې په رسمي توګه پکې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګېدلی دی.
د افغانستان خبریالانو مرکز په دې تړاو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې دا ګام به ناوړې پایلې ولري او د رسنیو پر کاري بهیر او اطلاعاتو ته پر لاسرسي به لا سخت کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د طالبانو امربالمعروف ادارې په بدخشان او جوزجان ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او ویډیو پر خپرولو د بندیز اعلان کړی وو.
بلخوا خبریالان وایې چې د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو پر مهال پر رسنیو د طالبالبانو محدودیتونه زیات شوي او دغه راز پر رسنیو او خبریالانو د پراخو بندیزونو ترڅنګ په تدریجي توګه د امر باالمعروف او نهی عنالمنکر قانون پر بنسټ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولو ته دوام ورکړی دی.