په افغانستان کې د سړې هوا له امله پنځه کسان مړه شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د تېرې یوې میاشتې پرمهال د واروې ورېدو او سړې هوا له امله پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، دغه کسان د بغلان په اندراب ولسوالۍ او دغه راز د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې د سړې هوا او واورې ورېدو له کبله مړه شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو بنسټونه د اغېزمنو سیمو پر ارزونو بوخت دي او هڅه کوي چې دغو سیمو ته لومړنۍ بشري مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو واوروړاو باران له کبله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.