وچکالۍ او د اوبو کمښت په ننګرهار او لغمان کې کښتونه زیانمن کړي
په افغانستان کېد وروستیو څو کلونو پر مهال اقلیمي بدلون او د اوبو کمښت کرنه زیانمنه کړې او کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د ننګرهار یو کروندګر عبدالله وايي چې د اوبو کمښت او طبیعي پېښې په ځانګړې توګه نباتي افتونه یې حاصلات د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
هغه وايي، سږکال یې پر خپله کرنیزه ځمکه غنم کرلي، خو په وینا یې، د اوبو کمښت او د غنمو د کښت لوړ لګښت له امله به یې حاصلات کم وي.
عبدالله زیاتوي:«سږکال مې په خپلو کروندو کې غنم کرلي خو د اوبو کمښت دا فصل کمزوری کړی او همدا لامل دی چې حال به یې کم وي، سږکال بارانونه نشته او وچکالي زیاته ده.»
د لغمان اوسېدونکی شاه محمد وایې فصلونه یې سږکال طبیعي افتونو او وچکالۍ سخت ځپلي چې له کبله یې کروندګر له زیان سره مخ شوي دي.
نوموړی د طبیعي پېښو په ځانګړې توګه وچکالۍ او سېلابونو مدیریت برخه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څه ډول چې لازمه ده همکاري نه ده کړې.
شاه محمد زیاته کړه:«سږکال مو څه ډول چې لازمه وه فصلونو ته اوبه ونه رسېدې او اندېښنه مو ده چې حاصل به یې کم وي، غوښتنه کوو چې د وچکالۍ د مخینوي لپاره باید چکډیمونه جوړ شي چې د اړتیا پرمهال ترې کروندګر د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره ګټه واخلي.»
د هغه په خبره که چېرې په دغه ولایت کې له کروندګرو سره پر وخت بېړنۍ مرستې او دغه راز د اوبو ستونزه حل نشي، د دغه ولایت اوسېدونکي به له یو ستر ناورین سره مخ شي.
په ټوله کې اندېښنه دا ده چې هېواد کې د وچکالۍ ستونزې ته د هواري برخه کې د اوسني حکومت تګلاره به ستونزې لاپسې ډېرې کړي.