ملګري ملتونه: ۲۱.۴ میلیونه افغان ښځې او نجونې له خپلو حقونو بې برخې دي

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي چې، د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې نږدې ۲۱،۵ میلیونه ښځې او نجونې د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو په ګډون د خپلو اساسي بشري حقونو له سیستماتیکې تباهۍ سره مخ دي.
راپور کې ویل شوي چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو له کبله په دغه هیواد ښځې له بېړنيو بشري او د خوندیتوب له اړتیاوو سره مخ دي، چې په بېړنۍ توګه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د طالبانو مشر د یو حکم پر اساس پر نجونو طبی انسټیټونو کې پر زده کړو بندیز لګیدلی دی، چې په هیواد دننه او بهر یې توند غبرګونونه راپارولي دي.