متقاعده ښوونکې: ژوند د خلکو د کالیو په مینځلو تېرووم

انیسته، ۴۰ کلنه ښځه ده چې نږدې ۲۰ کاله په کابل کې د نجونو لپاره په «زهرا» عالي لېسه کې د ښوونکې په توګه کار کړی دی. خو شاوخوا یو کال کېږي چې طالبانو هغه د تقاعد په نوم له دندې ګوښه کړې ده.
هغه چې د کورنۍ سرپرسته ده او خاوند یې شپږ کاله مخکې مړ شوی، وایي مخکې به یې د ښوونکې له معاشه د کور کرایه او د خپلو پنځو اولادونو اړتیاوې پوره کولې، خو اوس اړ ده چې د خلکو په کورونو کې کالي ووینځي تر څو د ژوند لګښتونه برابر کړي.
انیسته وایي: «څلور لوڼې او یو زوی لرم. له هغه وخت راهیسې چې تقاعد شوې یم، بله لار نه لرم، د خلکو کالي مینځم. څو ځل مې د تقاعد د پیسو لپاره غوښتنه کړې خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې.»
هغې وویل، اوس د کابل په یوه څنډه کې په کرایي کور کې ژوند کوي او ستونزې یې ورځ تر بلې ډېرېږي: «که ټوله ورځ هم کالي ووینځم، له ۲۰۰ افغانیو زیاتې نه شم ګټلی. دا پیسې د کور کرایې ته هم بسنه نه کوي، نو د خوړو او نورو اړتیاوو لپاره به یې له کومه کړم.»
انیسته زیاتوي چې د وزګارتیا له امله پورونه پرې بار دي او ان مجبوره شوې چې د کور سامانونه د بازار پر لور یوسي. هغې وویل: «تقاعد د ښوونکو حق دی، ځکه دا د دندې د کلونو سپما شوې پیسې دي. که د تقاعد پیسې راکړل شي، زموږ ژوند لږ تر لږه یو څه منظمېږي.»
د هغې په وینا، لسګونه نور ښوونکي هم د همدې ډول ستونزو سره مخ دي او که د تقاعد پیسې ورنه کړل شي او د عاید سرچینه موجوده نه وي، د هغوی ژوند به ورځ تر بلې ستونزمن شي.
د امریکا د مرستو له ځنډېدو سره په افغانستان کې اقتصادي بحران زیات شوی او طالبان د جدي بودجوي کمښت سره مخ دي. د طالبانو مشر د لګښتونو د کمولو لپاره د دولتي ادارو د تشکیلاتو کمولو او اجباري تقاعد پالیسي پلې کړې ده.
د طالبانو تر ولکې لاندې د مالیې وزارت د شمېرنو له مخې، نږدې ۱۴۹ زره تقاعد شوي کسان په دغه وزارت کې ثبت دي چې له هغې جملې ۱۰ زره یې ښځې دي.