لوګر کې یوې نجلۍ له طالب قومندان سره له واده وروسته ځان وژنه کړې

په لوګر کې ځایي سرچینې وایې چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ له یو طالب قومندان سره له واده کولو څو ورځې وروسته ځان وژنه کړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د کلثوم په نامه یوې نجلۍ د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په «معروف خېلو» کلي کې د طالبانو له یو ځایي قومندان ملا سید الله سره له واده کولو شل ورځې وروسته ځان وژلی دی.
سرچینه زیاتوي چې یادې نجلۍ د کورنۍ تاوتریخوالي له امله ځان په تونګچه ویشتلی او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې دې نجلۍ له واده مخکې د نرسنګ په برخه کې زده کړې کولې او محصله وه، چې شاوخوا شل ورځې مخکې د طالبانو له یوه قوماندان سره واده کړی و او د کورني تاوتریخوالي له کبله یې د وسلې په وسیله ځان وژلی دی.
د سرچینې په وینا، یاده نجلۍ کلثوم نومېږي چې ۲۲ کاله عمر لري چې د لوګر د ازرې ولسوالي اصلي اوسېدونکې ده.
له دې څه موده وړاندې د غور ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د عابدې په نامه یوې ۲۰ کلنې نجلۍ له د طالبانو له یو غړي سره له اجباري نکاح وروسته ځان سوځولی و.
د یادونې ده چې د تېر یوه کال پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو ډېری لاملونه اجباري ودونه، بېوزلي، کورنی تاوتریخوالی او دوښمني په ګوته شوي دي.