غور کې د طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ نښته کې شپږ کسان ټپیان شوي

غور کې د طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ نښته کې شپږ کسان ټپیان شوي

په غور کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د ځایي خلکو او طالبانو ترمنځ شخړه کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه نښته(شنبه،د عقرب۵مه)د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ اړوند«سیني»سیمه کې د ولسي خلکو او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یادې سیمې ته طالبان د «یامه» په نوم د یو ډول مخدره توکي د کارخونو له منځه وړلو په موخه ورغلي وو، چې د سیمه اوسېدونکو یې مخنیوی کړی او له همدې کبله طالبانو پر عامو وګړو ډزې کړي چې پرمهال یې شپږ کسان ټپیان شوي دی.

په سیمه کې یوې بلې سرچینې هم یاده پېښه تائید کړې او ویلي یي دي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي چې د ځینو یې ډاکترانو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.

تراوسه په غور ولایت کې ځایي طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څه موده وړاندې په بدخشان او دغه راز د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې هم طالبانو د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو پرمهال پر ولسي خلکو ډزې کړې او ګڼ شمیر ولسي وګړي یې ټپیان کړي وو.