طالبانو په کاپیسا کې دوه کسان په دُرو وهلي
د طالبانو تر کنټرول لاندې ستره محکمه خبر ورکوي چې په کاپیسا ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي.
د یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پرېکړه یې د کاپیسا د دویمې حصې ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د حکم له مخې کړې ده.
طالبانو دا کسان د نامشروع اړیکې په تور وهلي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دې کسانو ته د شپږو میاشتو بند او له ۲۲ څخه تر ۳۹ دُرې سزا ورکړل شوې ده.
طالبانو له دې څو ورځې وړاندې د یوې ښځې په ګډون درې کسان د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې په دُرو وهلي وو.