طالبانو په پکتیکا کې دوه کسان په درو وهلي

طالبانو  په پکتیکا کې دوه کسان په درو وهلي
Photo: supreme court

د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې په پکتیکا ولایت کې یې دوه کسان د نامشروع اړېکو په تور عام محضر کې په درو وهلي دي. 

د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې یاد کسان یې د پکتیکا ولایت په«ورممې»ولسوالۍ کې د عام خلکو او ځایي طالب چارواکو په حضور کې مجازات کړي دي. 

خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادو کسانو له ډلې یې یو تن ٣٩ درې وهلی او په پنځه کاله بند یې محکوم کړی او دغه هغه بل یې په دوه میاشتې بند او ٢٩ درې وهلی دی. 

طالبانو په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې عام محضر کې د خلکو د دا ډول سزاوو لړۍ چټکه کړې ده.

له یوه اوونس وړاندې هم ګڼ شمیر کسان طالبان په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې په درو وهلي وو.

د بشر حقونو نړیوال بنسټونو په څو ځلي له طالبانو غوښتي چې د دا ډول سزاوو لړۍ دې ودروي.