طالبانو په فاریاب، کندوز، کاپسا او اروزګان ولایتونو کې د درېیو ښځو په ګډون ۱۷ کسان په دُرو وهلي

طالبانو په فاریاب، کندوز، کاپسا او اروزګان ولایتونو کې د درېیو ښځو په ګډون ۱۷ کسان په دُرو وهلي
Photo: Social Media

د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې خبر ورکړی چې په فاریاب، کندوز، کاپسا او اروزګان ولایتونو کې ولایتونو کې یې د درېیو ښځو په ګډون ۱۷ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د خبرپاڼو له مخې د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې له کوره د تېښتې او له کوره د تښتولو په جرم د يوې ښځې په ګډون درې کسان ۳۹-۳۹ دورې وهلي او په اووه - اووه مياشتو تنفيذي بند یې محکوم کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې همدارنګه د روزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې نهه کسان د غلا په تور په ۳۹-۳۹ دورو وهلي او له يو تر دوه کلونو په تنفيذي بند يې محکوم کړي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې دغه راز یې درې تنه په فاریاب او دوه نور یې په کندوز ولایت کې په دُرو وهلي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه کسان له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد له کبله د دوی ‌د دُرو ښکار شوي دي.

د خبرپاڼې د مالوماتو پر اساس د دغو کسانو له ډلې هر یوه یې ۳۹ دُرې سزا ورکړل شوې او ځینې یې پر تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.

طالبانو د خپلې تېرې درې کلنۍ واکمنۍ پرمهال د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور د ښځو او نارینه وو، په ګډون سلګونه کسان عام محضر کې مجازات کړي دي.

دغه راز طالبانو له نړیوالو فشارونو سره سره بیا په هیواد کې خپلو علني سزاوو ته دوام ورکړی چې په هیواد دننه او بهر یې توند غبرګونونه راپارولي دي.