طالبانو د مشر ملا هبت الله تازه فرمان
د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه تازه فرمان کې د داسې کړکیو پرېښودل منع اعلان کړي چې، د ګاونډي کور ترې ښکاره شي.
په دې فرمان کې دغه راز راغلي چې که چا د ګاونډي په لور کړکۍ پرېښې وي او یا هم غواړي پرېږدي یې نو دغه کړکۍ باید د انسان له قد لوړه وي.
د طالبانو په دې فرمان کې ښاروالیو او نورو اړوندو ادارو ته امر شوی، چې د دغه فرمان د پلي کولو لپاره له لوړپوړیزو ودانیو څارنه وکړي.
طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې په بېلابېلو برخو کې فرمانونه صادر کړي، چې زیاتره یې پر ښځو د محدودیتونو په برخه کې دي.
د مالوماتو له مخې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ١٦ فرمانونه د ښځو د محدودولو په برخه کې صادر کړي دي.