رسنۍ د طالبانو په ولکه کې دي؛ پر رسنیو بندیزونه زیات شوي دي.

رسنۍ د طالبانو په ولکه کې دي؛ پر رسنیو بندیزونه زیات شوي دي.
Photo: Social Media

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیې، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د نقض شاوخوا ۱۴۰ موارد ثبت شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ۵۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

یاد مرکز زیاته کړې چې په دې پېښو کې د وهلو ټکولو او ګواښلو موارد شامل دي او دغه راز په تېرو شپږو میاشتو کې طالبانو د دوی پر ضد د تبلیغ په تور د ۲۰ خبریالانو د نیول کېدو پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز ویلي په نیول شویو خبریالانو کېشپږ تنه د طالبانو له خوا له شپږو میاشتو څخه تر یو کال په بند محکوم شوي او دا مهال د کابل په پلچرخي او بګرام زندانونو کې د بند موده تېروي. له دې سره سره درې نور خبریالان چې تېر کال نیول شوي وو، لا هم بندیان دي.

د خبریالانو مرکز د مالوماتو له مخې د روان کال له پېل راهېسې تر دې دمه د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون پر اساس د ژوندي مودجوداتو د انځورونو خپرولو د بندېز له امله په ۱۹ ولایتونو کې د رسنیو فعالیت محدود شوی، چې له امله یې ۲۶ رسنۍ چې ۲۳ یې سیمه‌ییز تلویزیونونه وو، د همدې بندېزونو له امله اړ شوي چې خپل فعالیتونه بند کړي.

دغه په دې وروستیو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې پر ښځینه خبریالانو هم د طالبانو له لوري فشارونه زیات شوي او د امر بالمعروف قانون پر اساس په ځینو ولایتونو کې د ښځو غږ خپرول هم منع شوې او د ښځو غږ «عورت» ګڼلی چې باید وانه ورېدل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو لپاره یو ځانګړی طرزالعمل جوړ کړی او په هغې کې یې له رسنیو په ټينګار سره غوښتنه کړې، چېهره سیاسي خپرونه باید د‌ طـالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت وګوري او بیا خپره شي.

دغه راز هر ټلوېزیون کې د سیاسي خپرونې مېلمه کارپوه یا شنونکی باید د طـالبانو سره ثبت وي او هېڅ هغه کس چې له دغه ډلې سره ثبت نه وي، رسنۍ یې سیاسي بحثونو او مرکو ته نه‌شي بللی.

همدا راز هره ټاکل کېدونکې یا بحث کېدونکې سیاسي موضوع باندې باید د طـالبانو اجازه موجوده وي.

د طـالبانو مشر او نورو چارواکو ته باید رسنۍ احترامانه یا له الفاظو ډکې کلیمې وکاروي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د طالبانو دغه تازه بندیزونه د بیان ازادۍ خلاف بللي او اندېښنه یې څرګنده کړې، چې د رسنیو سانسور شوې فضا به لا نوره له محدودیتونو ډکه شي.

په ورته مهال ځېنې خبریالان وایي، د خبریالۍ کار یې په اوس کې تر ټولو ګواښوونکی دی، خو دا چې له دې مسلک سره یې مینې ته پریښودلی یې نه شي.

یو خبریال د نوم نه خپرولو په شرط وایې، په اوس کې نه ځاني خوندیتوب لري او نه هم کومه قضایي مرجع چې خپل شکایت ورته ثبت کړي. هغه دغه راز اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي، دغه محدودیتونه د دوی د ژورنالیستیکي فعالیتونو مخه ډب کړې.

هغه وایې:«طالبانو مو هیڅ مسلکي خبریالۍ ته نه پرېږدي او دوی پر رسنیو د کار ساحه محدوده کړې او ورځ تربلې رسنۍ له زاوال سره مخ کیږي، زیاتره خبریالانو د طالبانو له ډار او محدودیتونو له امله دندې پرېښې ځکه هر څه سانسور کیږي او څه ډول چې لازمه ده خبریال ته د کار اجازه نه ورکوي.»

یو بل خبریال هم د طالبانو له محدودیتونو شکایت کوي او په خبره یې چې خبریالي او خبریالان پر چا پورې اړوند نه ده او طالبان دې هم دې قشر ته د بې پري ډلې پر سترګه وګوري او د هغوی د ژوند خوندیتوپ په ګډون دې کاري زمینه ورته برابرې کړي.

هغه وایې:«خبریالي یو بې طرفه مسلک دی او په کار ده چې دوی ته په کاري ساحه کې اسانتېاوې برابرې شي، نه ستونزې همدا محدودیتونو لامل دی چې زیاتره رسنیو فعالیت درولی او خبریالان یې بې روزګاره شوي نو لازمه ده چې دا شته ستونزې حل شي.»

پر افغانستان واکمنې ډلې لا تر دې وړاندې هم رسنۍ سختې سانسور کړي، خبرونه یې د دوی په خوښه نشرېږي او خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د دغه ډلې په تړاو انتقادي راپورونه چمتو کړي یا هم پرې نیوکې وکړي.