د کونړ تاریخي اثار د زلزلې له امله زیانمن شوي دي

د کونړ تاریخي اثار د زلزلې له امله زیانمن شوي دي
Photo: RM Media
د کونړ تاریخي اثار د زلزلې له امله زیانمن شوي دي

 په کونړ کې فرهنګي فعالان وایې، چې په دغه ولایت کې د وروستۍ شوې زلزلې له امله یو شمېر تاریخي ابدات او لرغونې سیمې زیانمنې شوې دي.

فرهنګي فعال هارون ساپی وایې، چې د کونړ زلزله کې د مزار درې د «ودېرو کلا» برجونه هم نړېدلي او که پاملرنه ورته ونشي اندېښنه ده، چې له منځه به لاړ شي.

د هغه د مالوماتو له مخې یاده کلا نږدې یوه پېړۍ لرغونې ده، چې په دې وروستو کې ورته کورني او بهرني سېلانیان هم د لېدو لپاره ورتلل.

هغه وایې: «کونړ کې زیاتره تاریخي سیمې او ځانګړي ډول ابدات تخریب شوي، لکه په مزار دره کې د دودېرو کلا ده چې دیوالونه او برجونه یې نړېدلي او دغه راز نور ابداتو هم زیان لیدلی دی.»

د کونړ یو بل فرهنګي فعال نوید میاخېل وایي، چې د دغه ولایت په زلزله ځپلو سیمو کې داسې  تاریخي ابدې او لرغونې سیمې نشته چې د زلزله له کبله زیانمنه شوې نه ‌وي.

د هغه په خبره په نور ګل ولسوالۍ کې د «حضرت غفران بابا» په نامه د دوو بېړیو مقبره هم زیانمنه شوې. د میاخېل د مالوماتو له مخې غفران بابا د سیمې یو لوی عالم و چې دوه پېړۍ وړاندې یې دغلته ژوند کړی و.

هغه وایي: «زلزلې نه یوازې خلک مړه او ټپیان کړل، بلکې په زرګونه کورونه یې وېجاړ کړل او دغه راز تاریخي ابدات او سیمې یې هم تخریب کړې دي، دا لرغونې سیمې ځکه مهمې وې چې لرغونتوب یې څو بېړیو ته رسېده او د سېلانیانو پام ورته ډېر وو.»

بل‌خوا یو‌شمېر فرهنګ‌پال دغه ولایت کې د زلزله له امله د ویجاړو شویو تاریخي ابدو د بېرته رغېدو غوښتنه کوي.

د کونړ فرهنګي فعال عابد ساپی وایې، هغه ویجاړۍ چې د زلزله له کبله د دغه ولایت تاریخي سیمو ته اوښتي، په وروستیو کلونو کې کم‌سارې دي.

هغه وایې: «نړیوالو سازمانو ته په کار ده چې په کونړ کې زیانمنې شوې، تاریخي سیمې بیاورغوي، ځکه که ژر د دې لرغونو ابداتو چارې پیل نشي نو له منځ به لاړ شي او دا به په فرهنګي لحاظ لوی زیان وي.»

کونړ د پرله پسې زلزلې له امله زرګونه کسان مړه او ټپیان شول او دغه راز یې له ځاني زیانونو سربېره، د هستوګنې زرګونه کورونه ویجاړ کړي چې ورسره تاریخي ابدات او سیمې هم اغېزمنې شوې دي.