د کورنیو سرپرستان، د محدودیتونو بندیان: د طالبانو تر سیوري لاندې د آرایشګرو ښځو کیسه

«دوه اولادونه لرم مېړه مې په نشه یي توکو روږدی او همدا زه یم چې د ښځو د سینګارولو له لارې کورنۍ ته نفقه برابروم، خو دا د عاید دا سرچینه هم راباندې طالبانو بنده کړه حیرانه یم چې له دې وروسته به څه کوم، ځکه اولادونه مې کوچني او خاوند مې د کار نه دی له لوږې به مړه شو.»
دا د ۲۸ کلنې اریشګرې سحر خبرې دي چې له دوو کلونو راهیسې د کابل په «دشتې برچي» سیمه کې یې په خپل کور کې د طالبانو له وېرې په پټه ځانته په خپلواک توګه د ښځو لپاره سینګارځای جوړ کړی و او له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتېاوې برابرولې.
هغه د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده، وایې چې له ناچارۍ د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره کار کوي خاوند یې د تېر حکومت پرمهال د ملي اردو سرتېری و، خو واک ته د طالبانو په رسېدو سره د کار نشتون له امله ایران ته لاړ او هلته پر نشه یي توکو روږدی شو.
هغه وایې: «خاوند مې یو کال کېږي چې له ایران راستون شوی په نشه یي توکو روږدی دی، د کورنۍ غم ورسره نشته او فقط د خپلې نشې غم ورسره وي د کورنۍ ټوله سرپرستي زه کوم او لادونه مې کوچني دي بله څو د کار نه لرم.»
هغه وایې څه موده وړاندې یې د طالبان امربالمعروف محتسبین له اجازې پرته کور ور داخل شوي او هغه ګواښلې چې ګوندې ولې د دوی له امر سرغړونه کوي او په کور دننه اریشګاه لري.
د سحر په خبره نږدې دوه اوونۍ کېږي چې طالبانو پرې د کار بندېز لګولی او د هغې په ګډون ګڼ شمېر نورې مېرمنې چې د خپلو کورنیو یوازینۍ سرپرستانې دي په سینګار خونو کې له کار منعه شوې.
هغه ټينګار کوي چې طالبان پرې هره ورځ نوي محدودیتونه لګوي چې له کبله د ښځو لپاره ژوند سخت او کاري چاپېریال ورځ تربلې تنګېږي.
هغه وایې: «له همدې اریشګاه به مې په اوونۍ کې تر ۴۰۰۰ افغانیو عاید ترلاسه کاوه، اولادونه مې په شخصي ښوونځي کې وو، د ژوند چاره مو روانه وه خو طالبانو پر مونږ دا هر څه بند کړل کور راغلل او راته یې وویلې چې نور باید اریشګاه ونه لرې ګنې ځای به زندان وي.»
د هغې په خبره د بل عایداتي سرچینې د نشتون او اقتصادي ستونزو له امله پرېکړه کړې چې خپل اولادنه له ښوونځي وباسي، ځکه په خبره یې اوسمهال ډوډۍ ته حیرانه ده نو د ښوونځي فیس او نورو لګښتونو ته به پېسې له کومه کړي.
هغه وایې: «اولادونه مې همدا میاشت په ښوونځي کې وي او بله میاشت به په کور یو یې په پنځم او بل یې په دریم ټولګي کې دي ځکه د فیس د ورکړې توان یې نه لرم.»
نوموړې چې په ناوړه اقتصادي شرایطو کې د خپلې کورنۍ لاسنیوی کوي، د فشارونو او ناامنۍ له دوامه اندېښمنه ده او وايي چې که دا وروستی عایداتي فرصت هم ترې واخیستل شي، نه پوهېږي چې څنګه به ژوند پرمخ یوسی.
هغه وایې: «نه پوهېږم چې ولې طالبان پر ښځو دومره فشار راوړي چې په خپل کور کې یې هم له کار کولو منعه کوي، اخېر دوی له ښځو څه غواړي لږ تر لږه اجازه راکړي چې ارامه ساه واخلو. نه د درس اجازه راکوي، نه کار؛ موږ څه وکړو.»
نوموړې غوښتنه کوي چې پر ښځو کار مه بندوئ بلکې دوی ته د کار زمینه برابره کړې ځکه زیاتره یې د کورنیو سرپرستانې دي.
هغه وایې: «زیاتره د کورنیو سرپرستانې ښځې دي نو که پر دوی کاري بندېز لګېږي، دا د ډېرو لپاره سخته وي غوښتنه کوو چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.»
د سحر په څېر ګڼ شمېر نورې اریشګرې هم له ورته برخلیک سره مخ دي، ځکه زیاتره یې د کورنیو سرپرستانې دې او له همدې سینګار خونو د کورنۍ د عاید سرچینې په توګه ګټه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف کارکوونکو په کابل کې د ښځينه سینګارکوونکو د فعالیت درولو لپاره کور په کور تلاشي پیل کړې دې.
هغه سینګارونکې چې په پټه فعالیت کوي، د طالبانو د امنیتي حوزو له باج اخیستو او اخاذۍ تر پوزې راغلې دي. هغوی وايي چې له ناچارۍ د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره کار کوي، خو طالبان په ګواښ ترې باج اخلي.
طالبانو پر افغانستان له بیاواکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او زدهکړو پرلپسې محدودیتونه پلي کړي دغه راز، کلپونو، عمومي ځایونو او پارکونو ته یې د ښځو پر ورتګ بندیز لګولی او دا مالومېږي چې پر ښځو د ژوند کړۍ ورځ تربلې مخ په تنګېدو ده.