د ژورو څاګانو د بې‌درېغه کيندنو اغېز د ځمکې لاندې اوبه په افغانستان کې

د ژورو څاګانو د بې‌درېغه کيندنو اغېز د ځمکې لاندې اوبه په افغانستان کې
Photo: RM Media

افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختو وچکالیو سره مخ دی او په ځینو سیمو کې ان څاګانې او کارېزونه وچ شوي دي، له امله یې خلک اړ شوي چې خپلې کورنۍ او ځمکې پرېږدي. همدارنګه، په ځینو ولایتونو کې خلک شکایت کوي چې د ژورو او غیرمعیاري څاګانو د کيندلو له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او اندېښنه څرګندوي.

د ولایتونو محلي ستونزې

فراه

نعمان، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ یو اوسېدونکی، وایي چې پرله‌پسې وچکالۍ د ځمکې لاندې اوبو کچه کمه کړې او خلک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ شوي دي. هغه ټینګار کوي چې ډېر کروندګر د برمې په وسیله ژورې او نیمه ژورې څاګانې کيندي او بې‌درېغه اوبه کاروي او ان خپلې کرنیزې ځمکې ترې هم خړیوي. نعمان وایي: «د پخوا په شان بارانونه نشته، وچکالي ورځ تربلې زیاتیږي؛ له یوې خوا وچکالي او له بلې خوا خلکو د ژورو څاګانو کيندلو ته مخه کړې چې ورسره د اوبو کچه ټیټه شوې ده.»

سمنګان

نظیف‌الله، د سمنګان یو اوسېدونکی وایې چې په ښار او ولسوالیو کې د ژورو څاګانو کيندلو له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه پنځه متره ټیټه شوې ده او خبرداری ورکوي، که د دې ستونزې مخه ونه نیول شي، په راتلوونکو څو کلونو کې به د کورونو څاګانې وچې او کرنیزې ځمکې به له کرکېلې پاتې شي. هغه وایي: «د وچکالۍ د مخنیوي لپاره هیڅوک کار نه کوي بس چې چا ته د یو وخت اوبه پیدا کېږي نو د بل چا غم ورسره نه وي، دلته د اوبو د کمېدو له امله فصلونه وچ شوي او د کروندګرو اقتصادي وضعیت خراب شوی دی، که اوبه نه وي نو ژوند سخت دی، باید د ژورو څاګانو مخنیوی وشي.»

هلمند

د هلمند اوسېدونکي هم د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له امله اندېښمن دي. سبحان‌الله، د لشکرګاه یو اوسېدونکی دی وایي، چې د ژورو څاګانو کيندنه دومره زیاته شوې چې په ځینو سیمو کې د کورونو د څاګانو اوبه له درېیو تر شپږ مترو پورې ټیټې شوي دي. هغه له مسوولانو غواړي چې د اوبو د بحران د رامنځته کېدو مخکې د څاګانو د خپلسرو کيندلو مخه ونیسي. هغه وایي: «خلکو ته په کار ده چې د انساني همدردۍ له مخې ژورې څاګانې ونه باسي، ځکه اوبو کچه په بیساري کچه کمه شوې او په زیاترو ولسوالیو کې د اوبو نشتون له امله فصلونه وچ شوي دي.»

ننګرهار

په ننګرهار کې هغه ځمکې چې کلونه بې‌کښته پاتې وې، اوس آبادې شوې دي او بزګران د سولرې برښنا او واټرپمپونو په وسیله له ځمکې اوبه راباسي. زین‌الله، د بټي کوټ ولسوالۍ یو اوسېدونکی، وایي: «دلته هره کروندګر د ځمکو د اوبو لپاره له سولري برښنا او واټرپمپ کار اخلي، ځکه کارېزونه وچ شوي، که دا خلک د سيند له اوبو استفاده وکړي او یا ویالې تېرې کړي او ځمکو ته اوبه ورکړي، نو هم به د پاکو اوبو د کمښت مخه ونیول شي او هم به د دوی بې‌ځايه مصارف نه کېږي.» هغه اندېښنه ښيي چې د ژورو څاګانو او پمپونو پراخه کارونه به د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه کړي او په راتلونکې کې د پاکو اوبو کمښت رامنځته کړي.

د اوبو د کچې د کمېدو عوامل

محمد هلال خروټی، د کرنې او اوبو کارپوه، وایي چې اقلیم بدلون، پرله‌پسې وچکالي، بې‌درېغه د اوبو مصرف او د ژورو څاګانو کيندنه د ځمکې لاندې اوبو د کموالي اصلي عوامل دي. هغه وایي: «د افغانستان په اکثره نقاطو کې کروندګر د ځمکې لاندې اوبه د زراعت لپاره په خپل سر راوباسي، دا ناسمه ده او د اقلیم په خرابېدو کې رول لري، لازمه ده چې د دې لپاره چکډیمونه جوړ شي او خلک اوبه د خپل ضرورت پر اساس وکاروي.»

پایلې او اندېښنې

خروټی ټینګار کوي چې وچکالي یوازې اقلیمي ستونزه نه ده، بلکې یوه څو اړخیزه ناورین دی چې اقتصادي، ټولنیزې او چاپېریالي پایلې لري او د کروندګرو ژوند ته خطر پېښوي. د وچکالۍ اقتصادي پایلې ژورې دي او ډېری کورنۍ د عاید له شدید کمښت سره مخ دي او ګڼ شمېر کورنۍ له بشپړ عاید څخه بې‌برخې شوي دي.

د حل لارې او سپارښتنې

کارپوهان سپارښتنه کوي چې د ځمکو د اوبو لپاره واړه چکډیمونه جوړ شي، د نهرونو اوبو د ځمکو لپاره ولیږدول شي او خلک باید د خپل ضرورت مطابق اوبه وکاروي. همدارنګه، د ژورو او غیر ضروري څاګانو د کيندلو مخنیوی اړین دی ترڅو د ځمکې لاندې اوبو کچه وساتل شي.

پایله

د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټوالی په افغانستان کې یوه له لویو ننګونو څخه ده او مسوولان او اړوند بنسټونه باید د دې بحران د کنټرول لپاره عاجل اقدام وکړي. که داسې ونه شي، خلک به له جدي ستونزو سره مخ شي او کرنه او ژوند په ډېرو سیمو کې په جدي ډول اغېزمن شي.