د پسرلنیو بارانونو ناورین؛ کروندګر د کال له حاصلاتو بېبرخې شول

د هیواد په ختیځ کې ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د تازه سبزۍ، غنمو، جوارو او نورو فصلونو د کښت لپاره مناسبه هوا لري. خو کروندګر یې وایې، چې سږکال یې په خپلو کرنیزو ځمکو ښه پرېمانه تازه سبزجات او نورو فصلونه کرلي و، خو وروستیو پسرلینو بارانونو او سېلابونو یې د ټول کال خواري له خاورو سره خاورې کړې ده.
د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ کروندګر محمد نواب چې له تېرو ۳۰ کلونو راهېسې د دهقانۍ پر چارو بوخت وایې، چې سخت طوفان، باران او سېلابونو یې حاصل ته رسېدلي فصلونه له منځه وړي دي. د هغه په خبره ټوله هیله یې د سږني کال د غنمو او د تازه سبزجاتو فصل ته وه، خو باران، ږلۍ او سېلابونه یې دا هیلې له خاورو سره خاورې کړې.
محمد نواب د همدې ځمکې د حاصلاتو له برکته د خپلې پنځلس کسېزې کورنۍ لپاره نفقه برابروله، خو اوس یې فصلونه د سېلاب اوبو لاندې کړي او هیڅ ورته نه دي پاتې. هغه حیران دی چې د خپل کورنۍ د نفقې پېدا کولو لپاره به څه کوي. محمد نواب زیاته کړه: «زه دپنځلس کسیزه کورنۍ سرپرستي کوم او سږکال مې په شپږ جریبه ځمکه غنم، تازه سبزجات کرلي و، خو باران، ږلۍ او سېلاب ټول فصل له خاورو لاندې کړ او سخت مالي زیان یې راته اړولی د؛ مونږ د مرستې غوښتنه کو ځکه کروندګر بل عاید نه لري او دا حالت خواشېنونکی دی.»
هغه وایې دا لومړی کال نه دی چې فصلونه یې د باران او سېلاب ښکار کیږي، بلکې تېر کال یې د فصلونو ډېره برخه له منځه ځي چې تر کلونو یې مالي زیان ګالي. نوموړی له مرستندویه موسساتو څخه د یادې ستونزې د دایمي حل لپاره د سېلابونو د مخنیوي په موخه د چکډیمونو جوړېدو غوښتنه کوي. د هغه په وینا د چکډیمونو په جوړېدو سره به خلک د سېلابونو له خطرونو وژغورل شي.
محمد نواب زیاتوي: «هر کال سېلابونه خلکو ته په لویه کچه مالي زیانونه اړوي، خو د کنټرول لپاره یې هیڅ نه دي شوي لازمه ده چې سېلابي اوبه مهار شي، چې په دې سره به نه یوازې ځمکې د سېلاب له خطر وژغورل شي بلکې د وچکالۍ په مخنیوي کې هم مرسته کولای شي.» هغه وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د غنمو او تازه سبزجاتو حاصلات ښه دي، خو د بې وخته اورښتونو، پر بېلابېلو ناروغیو د محصولاتو اخته کېدو، د مارکېټ د نهشتون او د موټرو د لوړې کرایې له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. کروندګر اندېښنه لري که دغه وضعیت همداسې روان وي، حاصلات به یې په ځمکو کې خراب شي او ډېر زیان به وویني.
عمر خوړلي زینالله د ننګرهار کامې ولسوالۍ په «قلعه اخند» سیمه کې پر اووه جریبه ځمکه ګني او تازه سبزجات کرلي و او اوس یې د حاصل د راټولولو وخت و. د نوموړي هم د نورو کروندګرو په څېر حاصل ته رسېدلي فصلونه له منځه تللي او په وینا یې له د مرستندویه بنسټونو له مرستې پرته یې، حاصلات د دوی د لګښتونو جبران نهشي کولای.
هغه وایي، د ننګرهار کروندګر له دې وړندې وچکالۍ ځپلي و، خو دا ځل سېلابونو او باران دومره ځپلي چې آن پر فصلونو شوي لښګتونه هم نشي برابرولی. د دغه کروندګر په وینا بزګران له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې نه هم حکومت ورسره مرسته کړې او نه یې هم نورو مرستندویه بنسټونو لاس نیوی کړی دی.
زینالله زیاته کړه: «له همدې ځمکو زمونږ د کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کېدې، ځکه بل د عاید سرچینه نه لرو خو اوس لازمه ده چې مرستندویه ادارې له زیانمنو شویو بزګرانو سره مالي او نورو برخو کې لازمې مرستې وکړي ځکه که مرستې ترسره نشي نو بزګران به له زیاتو ستونزو سره مخ شي.»
د نوموړي په وینا سږکال یې د اقلیمي بدلونونو، بېوخته بارانونو او سېلابونو له امله د غنمو، تازه سبزجاتو او نور فصلونو حاصلات نیم په نیمه راکم شوي او کروندګر اندېښمن دي چې څنګه پر دغو ځمکو شوي لګښتونه پوره کړي. د هغه په خبره، که چېرې په دغه ولایت کې له اړمنو کسانو سره پر وخت بېړنۍ مرستې ونه شي، د دغه ولایت اوسېدونکي به له یو ستر ناورین سره مخ شي.
زینالله زیاته کړه: «افغانستان یو زراعتي هیواد دی نو په کار ده، چې د بزګرانو شته ستونزو ته د حل په برخه کې بنسټیز کار شي له دوی سره باید د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو برخو کې مرستې وشي او دغه راز واړه پورونه دې ورکړل شي چې دوی پرې خپله چاره روانه کړي.»
یو بل بزګر مسعود بیا وايي چې د موټرو لوړې کرایې او د تېلو د بیو لوړېدل له کبله نشي کولای چې د تازه سبزجاتو حاصلات نورو ولایتونو ته ولېږدوي. هغه ټينګار کوي چې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ تازه سبزجاتلوړ کیفیت لري او نړیوال بنسټونه باید بزګرانو سره د محصولاتو د لېږد په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.
مسعود زیاتوي: «هرکال چې زمونږ فصلونه حاصل ته ورسیږي بیا بازار نه لري ډیر کله خپل لګښتونه هم نشي پوره کولای، دغه راز ډیر کله تازه سبزجات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي او یا خوسا کیږي، لازمه ده چې د تولیداتو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې او بازار موندنه وشي.»
اقلیمي بدلون، بې وخته اورښتونه، د حاصلاتو د بازار نشتوالی، د سړخو خونو نشتون، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو کمښت، د مسوولو ادارو نه پاملرنه او ډېر کله د ټرانزیټي لارو تړل کېدل هغه ستونزې دي چې له امله یې ډیری وخت افغان کروندګر له ستونزو سره مخ وي.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د نړۍ له تر ټولو زیان منونکو هېوادونو څخه دی، چې غیر موسمي بارانونه او د هوا بدلونونه د کرنې سکتور ته لوی ګواښ جوړوي. دغه بدلونونه د کرنیزو محصولاتو کمښت، بې وزلي او د خوړو بحران رامنځته کوي. د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې نړیوال پروګرام ویلي دي چې افغانستان په ۲۲ هغو هېوادونو کې شامل دی چې د شدیدې لوږې په خطر کې دي او د کروندګرو ملاتړ او د بنسټیزو تاسیساتو پیاوړي کول یې جدي اړتیا ده.