د ننګرهار زندان کې د طالبانو لخوا د بندیانو د حقوقو سیسټماتیک نقض

د ننګرهار زندان کې د طالبانو لخوا د بندیانو د حقوقو سیسټماتیک نقض
Photo: RM Media
د ننګرهار زندان کې د طالبانو لخوا د بندیانو د حقوقو سیسټماتیک نقض

د آر.ام میدیا ځانګړی راپور

راپورونه ښيي چې د ننګرهار زندان کې بندیان چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د بشري حقونو د پراخې سرغړونې سره مخ دي. سخته ګڼه ګوڼه، د صحي خدماتو نشتوالی او د دوسیو نه څېړل کېدل د بندیانو فزیکي او رواني روغتیا په خطر کې اچولې ده. سیمه‌ییزې سرچینې او د بندیانو کورنۍ د ساري ناروغیو خپرېدل، د اعتراف زورولو لپاره شکنجه او د عدلي او قضایي ادارو له سرغړونې راپور ورکوي.

د دغو سرچینو په وینا، د پاکو اوبو نشتوالی، پرله‌پسې د بریښنا پرچاوي، د درملو کمښت او د صحي خدماتو محدود لاسرسی د پوستي ناروغیو، په ځانګړي توګه «اسکابیس» (یو پوستکی ناروغي چې د کوچنیو مایتونو له امله رامنځته کیږي او ساري ده)، د خپرېدو زمینه برابره کړې ده.

د یوه بندی ورور، چې د موضوع حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، په وینا: «هیڅ ډول صحي خدمات او نور امکانات بندیانو ته نه ورکول کېږي. یوازې کله چې د بندی روغتیا د کوما په حالت کې ورسېږي، هغه محلي روغتون ته لیږل کېږي.» هغه زیاتوي: «موږ د خپل ورور د درملنې لپاره درمل پخپله اخلو او د زندان دننه یې د انتقال اجازه په ډېره سختۍ راکوي.»

د ناروغیو د خپرېدو یوه اصلي دلیل، سخت زیاته ګڼه ګوڼه او د ټاکل شوې ظرفیت نه زیات شمېر بندیانو په یوه خونه کې ساتل دي. ظاهرخان، د بندیانو له کورنۍ څخه یو تن دی هغه وایي: «اصلي ستونزه د ځای کمښت دی. په داسې خونه کې چې د پنځو کسانو ظرفیت لري، پنځلس کسان ځای پر ځای شوي، او همدا لامل شوی چې د مختلفو ساري ناروغیو قرباني شي، په داسې حال کې چې هېڅ درملنه نه کېږي.»

ډاکتر حشمت‌الله افغان، د ساري ناروغیو متخصص، وایي: «ډېرې ساري ناروغۍ په ګڼه ګوڼه او غیر صحي ځایونو کې خپریږي، او زندان یې واضح مثال دی. که ناروغان په وخت درملنه نشي او روغ خلک د ناروغانو څخه جدا نه شي، ټول بندیان به دې ناروغیو ته مخ شي.»

په همدې حال کې، یو شمېر کورنۍ وایي چې نقض یوازې د صحي خدماتو پورې محدود نه دی، بلکه بندیان په توقیف او پوښتنو کې هم د شکنجې او زور لاندې د اعتراف کولو لپاره مجبور شوي دي.

حبیب‌شاه، د بندیانو له کورنۍ څخه یو تن، وایي: «بندیان شپه مهال انفرادي کوټو ته لېږدول کېږي او ځورول کېږي.» د راپور شوو طریقو په کې وهل، د خوب مخنیوی، برقي شاکونه او په اوبو کې اچول شامل دي. هغه زیاتوي: «په ډېرو مواردو کې تورن کسان د تحقیقاتو د بشپړېدو یا د وکیل سره د لیدو مخکې د شکنجې په واسطه اعتراف کولو ته مجبور شوي دي.»

د دوسیو نه څېړل کېدل او اوږدمهاله توقیف پرته له قضایي حکم څخه هم یوه بله جدي ستونزه ده. محمدهاشم، چې د مستعار نوم لاندې خبرې کوي، وایي: «هغه کسان چې واقعاً جرم کړي، د واسطې او رشوت په وسیله خوشې کېږي، خو بې ګناه کسان کلونه په زندان کې پاتې کېږي.» هغه زیاتوي: «که واسطه یا پیسې ولرې، هېڅ دوسیه له دوه میاشتو زیات وخت نه نیسي. د طالبانو څارنوالان او قاضیان رشوت اخلي او قانون یوازې پر فقیرانو تطبیق کېږي.»

سربېره پردې، د خوړو کیفیت او کمیت، د کورنۍ سره د لیدو محدودیت او د صحي توکو محدود لاسرسی د بندیانو نورې ستونزې دي.

محمدهاشم وایي: «هغه خواړه چې بندیانو ته ورکول کېږي، ډېری وخت لازمي کیفیت نه لري او ناروغ بندیانو ته په وخت پام نه کېږي. ډېری جنایي بندیان اجازه نه لري له خپلو کورنیو سره وګوري او دوسیې په وخت نه څېړل کېږي؛ له همدې امله، بندیان میاشتې او حتی کلونه بې‌سرنوشت په زندان کې پاتې کېږي.»

په ننګرهار کې د بندیانو وضعیت، د سختې ګڼه ګوڼې، د صحي امکاناتو نشتوالي او عدلي او قضایي ادارو بې غوري، د بشري حقونو سیسټماتیک نقض څرګندوي. متخصصین او کورنۍ خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام کولای شي جدي صحي او حقوقي بحرانونه رامنځته کړي او د بندیانو فزیکي او رواني روغتیا له خطر سره مخ کړي. دوی د مسئولو ادارو عاجل اقدام او د نړیوالې ټولنې توجه غواړي ترڅو شرایط ښه شي او د بندیانو اساسي حقوق تضمین شي.

بل خوا، د طالبانو چارواکو څو ځل ویلي چې د دوی تر کنټرول لاندې زندانونه مناسب شرایط لري او په دې محبسونو کې هېڅ شکنجه یا د بندیانو حقوقو نقض نه کېږي. خو راپورونه او عینی شاهدان دا ادعا ردوي.

آر.ام میدیا مخکې په خپلو ځانګړو راپورونو کې د کندز او بدخشان زندانونو د بندیانو وضعیت ښودلی و، چې په کې ګڼ شمېر شکنجه، اوږدمهاله توقیف پرته له حکم او د اساسي حقوقو نقض ثبت شوي وو. اوس شواهد ښيي چې دا ستونزې په ننګرهار زندان کې هم دوام لري او د طالبانو تر کنټرول لاندې د بندیانو حقوقي سیستم د جدي ننګونو سره مخ دی.