د نجونو اجباري ودونه؛ د اجباري واده د یوې قربانې شوې نجلۍ د ژوند کیسه

د نجونو اجباري ودونه؛ د اجباري واده د یوې قربانې شوې نجلۍ د ژوند کیسه
Source: Nafisa (shared anonymously to protect her identity).

په افغانستان کې چې کله هم د جبري ودونو کیسه کېږي سم له واره نجونې یادېږي دا ځکه چې له مودو راهیسې نجونې دې هېواد کې د جبري ودونو قربانیانې دي.

ځینې په بدو کې ودېږي، ډېرې بیا د پیسو او یا هم د بدل په نامه ناڅاپه د ماشومتوب او نانځکو له نړۍ پيلېږي او د واده په نوم هغه درانه مسولیت ته غاړه ورکوي چې له وسه یې پورته وي.

«هیڅ نه پوهېدم چې زه به له زده کړو محرومیږم او پلار به مې له خپلې خوښې پرته عمر خوړلي کس ته په نکاح ورکوي، له کومې ورځې چې واده شوې یم ژوند مې تریخ او هره ورځ رټل کیږم.»

دا د لغمان د مرکز مهترلام ښار په یوه څنډه کې د نفېسې په نوم د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ خبري دي، چې څلور کاله مخکې د خپل پلار له خوا له هغه کس سره په اجباري ډول واده کولو ته اړ ایستل شوه چې په عمر کې شاوخوا ۳۰ کاله ترې مشر و.

نفېسه وایې چې هغه مهال د ګډ ژوند په اړه هیڅ نه پوهېده، د کور له کارونو سره بلده نه وه او لا د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه او اندېښنه دا وه چې خاوند به یې د زده کړو اجازه ورکړي او که نه.

هغه وايي، له واده وروسته یې خاوند د زده کړو اجازه ورنه کړه چې دې کار یې پر زده‌کړو اغېز کړی او هغه څه یې چې ښوونځي کې زده‌کړي وو، اوس یې له یاده وتلي دي.

هغه زیاتوي:«پلار مې د ولور په نوم زما له خسرګنۍ پنځه لکه افغانۍ واخېستې خو ما یې په هغه وخت کې هم مخالفت وکړ، پلار ته مې وویل زه خاوند نه کوم خپلې زده کړې کوم او که نکاح کوم نو ځوان هلک سره یې کوم له سپین ږېري سره واده نه کوم خو پلار مې په دې وخت کې زه ووهلم او وېې ویل خبرې مه کوه.»

د نوموړې په وینا هوډ یې نه درلود چې واده وکړي او دې برخه کې د خپلې کورنۍ د راضي‌ کولو ډېره هڅه وکړه، خو وايي چې پایله یې نه لرله.هغې فکر کاوه چې له واده وروسته به خوښ ژوند ولري، پر خاوند او خسرګنۍ به ګرانه وي خو د هغې د تمې خلاف هر څه برعکس وو. 

 نوموړې وايي، هیله یې لرله چې زده‌کړې وکړي او راتلونکې کې ډاکټره شي خو د ناوړه دودونو له امله یې دا هیلې له خاورو سره خاورې شوې.

نفېسه له اوښکو په ډکو سترګو زیاتوي:«د جمهوري حکومت له سقوط څو میاشتې وړاندې مې چېکله واده وکړ نو خاوند مې له عمره پوخ او نږدې سپین ږیری و، ما فکر کاوه چې د درس ویلو مخه به مې نه نیسي، د هغه مور به له ما سره د خپلې لور په شان مینه ولري او خاوند به مې ناز راکوي خو داسې ونشول هره ورځ به یې راته ویل پلار دې رانه په لکونو پېسې اخېستې او ته د کور کار نشې کولای ګوټې ته به لاړم او خپل پلار ته مې خېراوې کولې.»

نفېسه وایې خاوند یوه بله ښځه هم درلوده خو د زړه د ناروغۍ له امله د هغې له واده یو کال وړاندې مړه شوې ده.

هغې چې د ژوند ترخې خاطرې یادولې او ستونۍ یې ډک شو، لږه چوپ شوه او له یوې شېبې چوپتیا وروسته وویل، د خاوند او کورنۍ د ناسم چلند له امله یې څو ځلي له کوره پلار کره د تېښتې، د طلاق اخېستو او د ځان وژنې هڅه کړې خو دوو اولادونو ژوند ته په کتو یې هر څه په ځان منلي دي.

نفېسه وایې د کور د کار ترڅنګ له خاوند سره په ځمکو کې هم کار کوي، له سهاره تر ماښامه د کور او ځمکې په کارونو کې بوخته وي.

هغې زیاته کړه:«زما خاوند بله ښځه هم درلوده له هغې یې شپږ اولادونه دي دوه یې زامن او څلور لوڼې دي، له ژوند ناراضه یم ځکه ځواني مې خاورې شوه او هیڅ یې په خوند پوه نشوم زما همزولې لا تراوسه نه دي واده شوي که واده هم وي نو زما په شان یې ژوند تریخ نه دی.» 

هغه له نورو کورنیو غواړي چې خپلې لوڼې د ناسمو دودونو قرباني نه کړي او ژوند یې د دې په څېر برباد نه کړي، هغوی ته دې اجازه ورکړي چې خپلې پرېکړې خپله ونیسي او په ارامۍ ژوند وکړي.

په همدې حال کې د ښځو حقونو فعاله کلثوم محمدي وایې، چې لاهم د هیواد په بېلابېلو سیمو کې نجونو له خپلې خوښې پرته په اجباري ډول په نکاح ورکول کیږي.

محمدي د کورنیو اقتصادي ستونزې، د عامه پوهاوي نشتون، د سواد کچې ټیټوالی او ناوړه دودونه هغه عمده لاملونه بولي چې له کبله یې نجونې ډېر کله په جبري ډول واده کولو ته اړاېستل کیږي.

هغې وویل:«اجباري ودونه او ځيني برخو کې بلوغ ته له رسېدو مخکې ودونه، ډېرې ستونزې رامنځته کوي چې ځيني وخت د ښځې او خاوند ترمنځ د تاوتریخوالي او ان د طلاق رامنځته کېدو لامل کېږي او حتا د نجونو په مرګ تمامیږي نو په کار ده چې د دې کار مخنیوی وشي.»

نوموړې ټینګار کوي او د دې مسلې د مخنیوي په برخه کې د دیني عالمان او قومي مشرانو رول مهم بولي څو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي چې خپلې لوڼې جبري ودونو ته مجبورې نه کړي.

له دې څه موده وړاندې د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې سیګار په خپل یو راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو او په دغه هېواد کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره د اجباري او کم عمره ودونو شمېر هم زیات شوی دی.سیګار خبرداری ورکړی و چې د کم عمره ودونه د نجونو په ټولنه کې یو له لومړنیو ګواښونو څخه دی.