د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغان نجونو پرمخ د روغتیايي انسټيټوټونو تړل کېدل د منلو نه دي

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغان نجونو پرمخ د روغتیايي انسټيټوټونو تړل کېدل د منلو نه دي
Photo: Social Media

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د افغان نجونو پرمخ د روغتیايي انسټيټوټونو تړل کېدل د منلو نه دي

د ملګرو ملتونو کاروپوهانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د روغتیايي انسټيټوټونو تړل کېدو پرېکړه غندلې او هغه یې د نه زغم وړ بللې ده.

اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې د نیمه عالي طب په برخه کې پر نجونو بندیز به په دغه هیواد کې د مور او ماشوم د مړینې او ناروغیو د ګواښ کچه لوړه کړي.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې، د طالبانو دا ډول خپلسري پرېکړې به په افغانستان کې روغتیايي سیسټم له ګواښ سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو دا پرېکړه په سیستماتیکه بڼه د ښځو حقونو تر پښو لاندې کولو او د شته بشري ناورین د زیاتولو په مانا بللې ده.

دوی پر طالب مشرانو غږ کړی چې د نجونو پرمخ د روغتیايي انسټيټوټونو تړل کېدو پرېکړه دې بېرته واخلي او نجونو ته دې د زده کړو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د مشر د حکم پر اساس د نجونو او ښځو پر وړاندې د روغتیايي انسټيټوټونو دروازې وتړل شوې.

که څه هم د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي، خو طالبانو یې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.