د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو له لوري پر ښځو د وضعه شویو قوانینو اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د طالبانو په هغو پاليسيو له ژورې اندېښنې سربېره نېوکه هم کړې، چې د بشري حقونو او بنسټيزو ازاديو ته د افغان مېرمنو او نجونو لاسرسی محدودوي.
یادې شورا(جمعه،٧د مرغومي)د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې بايد د مېرمنو او نجونو سهم بشپړه برابر او معنی لرونکی شي.
اعلاميه کې دغه په ټینګار سره ویل شوي که طالبان په ملګرو ملتونو کې د ځان لپاره باور رامنځته کول غواړي نو په طبي انسټیټیوټونو کې دې د افغان نجونو پر طبي زده کړو تازه بنديز بيرته لرې کړي او د مېرمنو او نجونو په اړه دې پر ټولو پاليسو له سره غور وکړي او بدلې دې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو پر ښځو محدودیتونه زیات کړي او دا کړۍ ورځ تربلې مخ په تنګېدو ده.