د لوګر د مس عینک له کان څخه د لرغونو اثارو لېږد په اړه اندېښنې

د لوګر د مس عینک له کان څخه د لرغونو اثارو لېږد په اړه اندېښنې
Photo: Bakhtar News

د طالبانو تر کنټرول لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري کابل ته د لوګر مس عینک په کان کې د موندل شویو شاوخوا ۱۴۳۰ قلمه لرغونو آثارو د لېږد پرېکړې اندېښنې راپارولي دي.

یاد وزارت ویلي چې موندل شوي اثار د لرغون پېژندنې رياست لابراتوار ته د صفاکارۍ، ابتدايي ترميم، ثبت او پېژندنې لپاره لېږدول شوي او په دې لرغونو آثارو کې ځيني يې تر ۵ زره کلونو زيات تاريخ لري چې پکې مسي سکې، کتیبې، کوچنۍ کوزه ‌ګۍ، جامونه، بېلابېل څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، هډوکو مهر‌ې، ګاوترې او نور اثار شامل دي.

بلخوا د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په دې اړه د یاد وزارت پرېکړه خواشینوونکې بللې او وايي، دا پرېکړه په اوږدمهال کې د یادې سیمې ګرځندوی ته سخت زیان اړولی شي.

خلیلزاد په ټینګار سره غوښتنه کړې چې د لوګر د مس عینک کان د استخراج په موخه دې پر نورو بدیلو لارو چارو غور وشي، تر څو د غوره استخراج ترڅنګ د یادې سیمې لرغونتوب هم خوندي پاتې شي.

هغه وایې: «ډېر خواشنی یم چې د لوګر د مس عینک کان اثار له خپلې اصلي سیمې کابل ته انتقالېږي مس عینک کان یو لوی بودایي ښار و، نو لازمه ده چې دا اثار خوندي او پر خپل ځای پاتې شي.»

په ورته مهال فرهنګي فعالان د مس عینک کان له کېندونکي چینایي شرکت سره د کان د استخراج په برخه کې د لرغونو اثارو د ترلاسه کېدو په اړه د ځانګړي میکانېزم نشتون له امله اندېښمن دي او په خبره یې یوشمېر لرغونو اثارو د نړېدو او تخریب له خطر سره مخ دي.

د لوګر یو فرهنګي فعال (مستعار نوم) جاوید اوریاخېل طالبان او په مس عینک سیمه کې کان کېندونکی چینایي شرکت د هیواد له لرغونو اثارو سره په بې غورۍ او نه پاملرنې  تورنوي او ادعا کوي، چې زیاتره اثار د کېندنې پرمهال یا د بې تفاوتۍ له امله له منځه ځي او یا یې ځایي مسوولان غلا کوي

هغه د يو‌شمېر تاريخي او فرهنګي ابداتو د برخليک په اړه اندېښنه لري او وایې:«په مس عینک کان کې د افغانستان ډېر لرغوني اثار شتون لري، خو هلته ځايي طالب مسوولان او چینایي شرکت دې اثارو ته ډېر پام نه کوي او له منځه ځي او یا یې غلا کوي، ځکه هلته د ترلاسه کېدونکو اثارو په برخه کې کوم ځانګړی میکانېزم له چینایي شرکت سره نشته نو ځکه خو د اثارو د تخریب وېره ډېره ده.»

نوموړی په ټینګار سره وایې له یادې سیمې زیاتره ترلاسه کېدونکي لرغوني اثار د چینایي سوداګرو له لوري په په پټه په کمه بیه پېرل کېږي او یا د ځېنو طالب مسوولانو له لوري پاکستان ته قاچاق کېږي.

یو بل لرغونپوه امین الله ځواک هم ورته اندېښنه لري او وایې، د مس عینک له سیمې د لرغونو آثارو لېږد به ناوړه پایلې ولري او په دې سره به افغانستان د ګرځندوی لوی ظرفیت له لاسه ورکړي.

د ځواک په خبره غیرمنقول یا غیرلېږدونکي آثار باید د تخریب او زیان څخه د مخنیوي او د سیمې د کلتوري ارزښت د ساتنې په موخه په هماغه موندل شوې سیمه کې خوندي وساتل شي.

هغه د لرغونو اثارو له پامه غورځول، يو ناورين بولي او د ساتنې او بيارغونې لپاره يې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

هغه وایې: «له خپلې اصلي سیمې د لرغونو اثارو لېږد په کار نه دی او لازمه ده چې په خپل موندل شوي ځای کې ځای پر ځای شي او که مس عینک سیمې یاد اثار کابل ته انتقالېږي نو په دې سره به د یادې سیمې تاریخي ارزښت له منځه لاړ شي او هم به د سېلانیانو له پامه وغورځېږي.»

د مالوماتو له مخې د لوګر له مس عینک له سیمې یاد آثار چې ۵ زره کاله وړاندې د کوشانیانو او ساسانیانو دورې پوره اړونده دي، په دې اثارو کې له خټو، ډبرو، فلزاتو، شیشې، هډوکو او لرګیو جوړ شوي توکي دي چې د کوشاني او ساساني دورو مسي سیکې، کتیبې، جامونه، پیالې ، څراغونه، د مسو دستبندونه، عقیق، لاجورد، عاج، د هډوکو مرۍ، او یوشمیر نور وسایل شامل دي.