د لغمان په یو زیارت کې لرغوني اثار موندل شوي

د لغمان په یو زیارت کې لرغوني اثار موندل شوي
Photo: Bakhtar

 په لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان خبر ورکوي، چې دغه ولایت کې ۳۰۰ کلن، ۱۳ قلمه تاریخي اثار ترلاسه شوي دي.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي عبدالنور رسولي ویلي، چې دغه لرغوني اثار یې د علیشنګ ولسوالي اړوند «میاصاحب دېرې»زیارت کې ترلاسه او د دې ولایت موزیم ته یې لېږدولي دي.

د رسولي د مالوماتو له مخې د دې اثارو لرغونتوب له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ کلونو پورې رسېږي.

رسولي زیاتوي:«کوم اثار چې ترلاسه شوي ۳۰۰ کلن لرغونتوب لري او په دې اثارو کې یوکټ، صندوق، نیزه، اونګه، قندانيګانې، مېز، چراغ‌پایه، د اوبو منګی، چمچۍ او نور وسایل شامل دي.»

مياعبدالکريم د لغمان د اليشنګ ولسوالي اړوند په میاصاحب دېره نومې کلي کې دفن دی چې  یاد کلی د نوموړي شخص په نوم نومول شوی هم دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په دغه ولایت کې لرغوني اثار په خپلسري ډول له کېندل کېدو وروسته بهر ته قاچاق کیږي.