د طالبانو له خوا په تېره یوه اوونۍ کې د درېیو ښځو په ګډون ۱۰ کسان په دورو وهل شوي

د طالبانو له خوا په تېره یوه اوونۍ کې د درېیو ښځو په ګډون ۱۰ کسان په دورو وهل شوي
Photo: Social Media

طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰ کسان په دورو وهلي چې په کې درې ښځې هم شاملې دي.

د (آر.ام میډیا) موندنې ښي طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د درېیو ښځو په ګډون لس کسان د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د حکم پر اساس د تېرې اوونۍ د یک شنبې په ورځ په سمنګان کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان په دُرو ووهل شول. د مالوماتو له مخېچې دغو کسانو ته د سمنګان په «حضرت سلطان» ولسوالۍ کېد خلکو د سترګو پر وړاندې سزا ورکړل شوې ده.

ویل کیږي چې دا کسان (له واده پرته د اړیکو لرلو او له کوره د تېښتې» په تور ۳۹ – ۳۹ دُرې وهل شوي او دغه راز په تنفیدي بند هم محکوم شوي دي. د همدې اوونۍ د سې شنبې په ورځ هم طالبانو د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۸ کسان په دورو وهلي دي.

د سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان هم (له واده پرته د اړیکو لرلو، د شرابو پېر پلور او غلا) په تور عام محضر کې مجازات شوي دي. خبرپاڼې زیاته کړې چې د یادو کسانو له ډلې یې هر یو له ۲ تر ۷ کلونو په بند محکوم شوي او دغه راز یاد کسان یې له ۱۰ تر ۳۹ دورو هم وهلي دي.

له دې دوه اوونۍ وړاندې هم طالبانو به بېلابېلو ولایتونو د ښځو په شمول ۳۶ کسان په دورو وهلي وو.

 هغه مالومات چې د سترې محکمې څخه خپاره شوي په کې لیدل کیږی، چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۲ ښځو په ګډون ۱۲۵ کسان په دُرو وهلي دي.

کابل، لغمان، خوست، کونړ او سرپل هغه ولایتونه دي چې تر نورو ډېر کسان په کې طالبانو عام محضر کې مجازات کړي دي. په کابل ۴۴ تنه، په لغمان ۱۶ تنه، په کونړ ۱۶ تنه، په خوست ۱۵ تنه او په سرپل ۵ کسان په دورو وهل شوي.

که څه هم ملګرو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې هر څه ژر په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي، خو له دې هر څه سره سره بیا هم دا ډول سزاګانې زیاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو په ټینګار سره ویلي چې په عام محضر کې دُرې وهل او اعدام د شکنجې د منع نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.