د طالبانو امربالمعروف زوارت په کندهار کې ۲۳ کسان د قماربازۍ په تور نیولي

د طالبانو امربالمعروف زوارت په کندهار کې ۲۳ کسان د قماربازۍ په تور نیولي
Image: MOPVPE

د طالبانو امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې، محتسبینو یې په کندهار ولایت کې ۲۳ کسان د قماربازۍ په تور نیولي دي.

د یاد وزارت څخه نن(پنجشنبه،د لېندۍ لومړۍ)په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد کسان یې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د محتسبینو له لوري نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې د نیول شویو کسانو د هویت په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو په کې ویل شوي چې قماربازي د اسلامي شریعت خلاف عمل دی، د خلکو ترمنځ دښمنۍ ته لاره هواروي او د ټولنې لپاره زیان رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د طالبانو امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمیر کسان بد اخلاقۍ، نامشروع اړیکو او دغه راز د موسیقۍ غږولو په موخه نیولي وو.

خو عام خلک وایې طالبانو پرې د ژوند کړۍ راتنګه کړې او هره ورځ د امربالمعروف ادارې د محتسبینو له لوري ځورول کیږي.