د «صدای بادغیس» راډیو مسوول مدير د طالبانو له بند ازاد شو

د «صدای بادغیس» راډیو مسوول مدير د طالبانو له بند ازاد شو
Photo: AFJC Media

د افغانستان خبریالانو مرکز خبر ورکړی چې، د«صدای بادغیس»په نامه د یوې سیمه ییز راډیو مسوول مدير عبدالرزاق صدیقي د طالبانو له ٣٤ ورځو زنداني کېدو وروسته خوشې شوی دی.

یاد مرکز (جمعه،١٦د لېندۍ) د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره د صدیقي د خوشې کېدو خبر ورکړی او د هغه له بند د ازادیدو هرکلی یې کړی دی.

خبرپاڼې زیاته کړې صدیقي (چهارشنبه،١٤د لېندۍ) ماښام د کابل د دویم زون ښاري محکمې د حکم له مخې ازاد شوی او ټاکل شوې چې نن د بادغیس مرکز قلعه نو کې خپلې کورنۍ ته شي. 

د یاد مزکز د مالوماتو پر اساس

د صدای بادغیس رادیو مسؤول مدیر د لړم د میاشتې په ۱۰مه نیټه د طالبانو استخباراتو ریاست لخوا کابل ته وغوښتل شو او وروسته توقیف شو. 

تر دې مخکې، د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریاست هغه تورن کړی و، چې د دې ولایت د وضعیت په اړه یې، په ځانګړې توګه د یوې خصوصي کمپنۍ د ښځینه کارکوونکو په اړه، راپورونه جوړ کړي او یاد راپورونه بهرنیو رسنیو هم خپاره کړي، چې د طالبانو د حکومت د اصولو خلاف عمل ګڼل شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د مالوماتو پر اساس اوسمهال د طالبانو په بند کې شپږ خبریالان بندیان دي چې له ډلې یې څلور تنه له دوو تر پنځو کلونو بند محکوم شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو استخباراتو د«ارزو ټلویزیون»په دفتر چاپه وهلې وه او د یاد ټلویزیون اووه کارکوونکي یې بهرنیو رسنیو سره په همکارۍ او د سریالانو د خپرولو په تور زنداني کړي او د یادې رسنۍ فعالیت یې درولی دی.