د تکواندو افغان لوبغاړو په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو او برنزو مډالونه ترلاسه کړي

د افغانستان د تکواندو فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد ملي لوبډلې لوبغاړي تمیمالرحمن رحماني د تکواندو نړۍوالو ازادو سیالیو کې قزاقستاني او اماراتي سیالانو ته ماتې ورکړې او د سپینو زرو مډال یې ګټلی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې چې رحماني په ۴۸ کیلوګرام وزن د تکواندو نړیوالو ازادو سیالیو کې لوبېږي او د سپینو زرو مډال اخیستو ترڅنګ په یادو سیالیو کې دویم مقام لري.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې په یادو سیالیو کې د ۱۳ نورو افغان ورزشکارانو ترڅنګ د تکواندو ملي لوبډلې بل لوبغاړي حمکتالله زین خپل عربستاني او قرغیزستاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې ترلاسه کړی دی.
د تکواندو نړیوالې ازادې سیالۍ د قزاقستان په کوربتوب د روانې اګسټ میاشتې په ۱۴ مه نېټه پیل او تېره ورځ پای ته ورسېدې.
د یو بل خبر له مخې د افغانستان د ملي لوبډلې شپږ لوبغاړي د ټایلنډ په کوربهتوب د بدن ښکلا او فټنس ترسره کېدونکو اسیایي سیالیو کې ګډون کوي.
د بدن ښکلا فدراسیون ویلي چې د بدن ښکلا او فټنس ۵۷م پړاو اسیایي سیالۍ به دوه ورځې وروسته د ټایلنډ په کوربهتوب پیل شي افغان لوبغاړي په دغو سیالیو کې په خپل شخصي لګښت ګډون کوي.