د بیان د ازادۍ مرکز: افغانستان کې ښځینه خبریالانې مخ په ورکېدو دي

د بیان د ازادۍ مرکز: افغانستان کې ښځینه خبریالانې مخ په ورکېدو دي
Photo: RM Media
د بیان د ازادۍ مرکز: افغانستان کې ښځینه خبریالانې مخ په ورکېدو دي

د بیان د ازادۍ مرکز (FSC) په خپل تازه راپور کې اندېښنه ښودلې او ویلي، پر افغانستان د طالبان له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د ښځینه خبریالانو شمېر په بې‌ساري ډول کم شوی دی.

د یاد مرکز د راپور پر اساس، تر ۲۰۲۱ کال مخکې په افغانستان کې شاوخوا دوه زره ښځینه خبریالانې د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو په رسنیو کې فعاله وې، خو اوس دا شمېر یوازې شاوخوا ۱۹۰ تنو ته راټیټ شوی او دا مهال په شل ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله شتون نه لري.

یاد مرکز د څېړنو له مخې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار محدودیتونه، خپلسرې نیونې، امنیتي ننګونې، اقتصادي ستونزې او د رسنیو د فعالیتونو کمېدل هغه مهم عوامل دي چې له امله یې ښځینه خبریالانې دندې پرېښودو ته اړ کړې دي.

د بیان د ازادۍ مرکز په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شته وضعیت اندېښمنوونکی بللی او د ښځینه خبریالانو د کار کولو لپاره یې د مناسب چاپېریال پر برابرېدو ټینګار کړی.

په ورته مهال د افغانستان له رسینو د ملاتړ سازمان (امسو) له خوا په ۲۰۲۵ کال کې د یوې سروې له مخې، په دغه هېواد کې ښځينه خبریالانې له محدودیتونو او ګواښونو سربېره هم په پټه رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د یاد سازمان د ترسره شوې سروې له مخې چې ۳۲.۷ سلنه ښځينه خبریالانې په پټه خبريالي کوي، په داسې حال کې چې یوازې ۶.۹ سلنه یې بیا په ښکاره فعالیت کوي.

په دې سروې کې ویل شوی چې ښځينه خبریالانې د کار د دوام لپاره له مستعارو نومونو ګټه اخلي او له رسنیو سره د اړیکو د ساتلو لپاره رمزي لارې کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمېر ښځینه خبریالانو (آر. ام. میډیا) ته ویلي وو،  چې رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار له بندیز وروسته ګڼ‌شمېر ښځینه خبریالانې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې وزګاره شوي او آن ځینې د وزګارتیا له امله پر رواني ناروغیو اخته شوي دي.