د برېتانیا د کورنیو چارو له وزیرې د خبریالې ننګونکې پوښتنه: پر پاکستان مو ولې د زدهکړو ویزې نه دي بندې کړي؟
د برېټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود څو ورځې وړاندې اعلان کړی و، چې د افغانستان په ګډون یې د سوډان او میانمار اتباعو لپاره یې کاري او زده کړو په برخه کې وېزې بندې کړي او نور محدودیتونه یې هم وضع کړي دي.
تازه له شبانې محمود څخه په یوه خبري کنفرانس کې د ټېلګراف ورځپاڼې خبریالې کامیلا تومیني ننګوونکې پوښتنه کړې، چې د کار او زده کړو په برخو کې د ویزو د بندېدو پرېکړه ولې یوازې د افغانستان په ګډون پر درېیو هېوادونو نطبیق شوې او پاکستان په کې نشته؟
دې خبریالې ویلي، زیاتره هغه کسان چې د زده کړو او کاري ویزو له لارې بریتانیا ته داخلیږي او وروسته د پناه غوښتنه کوي، زیاتره یې پاکستانیان دي.
کامیلا تومیني شبانه محمود ته مخامخ ویلي، د رسمي مالومات پر بنسټ، یوازې تېر کال شاوخوا لس زره پاکستانیان، چې د کار او محصلۍ ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي وو او په همدې پلمه یې وروسته د پناه غوښتنه کړې ده.
نوموړې زیاته کړې، چې دا شمېر د هغو ټولو کسانو نږدې یوه پر څلورمه برخه جوړوي، چې د دغو دوو کټګوریو ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي او بیا یې د پناه غوښتنه کړې.
د ټېلګراف ورځپاڼې خبریالې د نیوکې په توګه زیاته کړې، سره له دې چې د دغو پاکستاني پناه غوښتونکو له ۷۰ سلنې څخه ډېرې غوښتنې رد شوي او یوازې ۴ سلنه یې له برېتانیا څخه ډیپورټ شوي، خو له کره مالوماتو سره سره، ولې د برېتانیا د ویزو محدودیتونه د پاکستان پر وګړو نه عملي کوي.
د خبري کنفرانس پرمهال د برېټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د نوموړې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د وګړو لپاره د ویزو د محدودیتونو د لګولو په اړه که څه هم مشخصه تبصره ونهکړه، خو ویلي، چې حکومت یې په کاري او تحصلي برخو برخو پر ویزو محدودیتونه تازه پیل کړې او د برېټانیا حکومت یې د لومړي ځل لپاره تجربه کوي.
محمود په ټینګار سره زیاته کړې، چې دا بهیر لا هم روان دی او دغه راز یې له نورو هېوادونو سره هم خبرې روانې دي او ښايي دا نوملړ نور لاپسې پراخ شي.
د هغې په وینا، د دې پرېکړې اصلي لامل له ویزو د ناوړه استفادې زیاتوالی دی، ځکه چې په تېرو کلونو کې د دې هېوادونو وګړو له قانوني لارو د پناه غوښتنې په بې سارې توګه ډېرې شوي او د افغانانو په ځانګړي ډول د کار ویزې اخیستونکو شمېر اوس د ورکړل شوو ویزو څخه زیات دی.
د مالوماتو له مخې د برېټانیا دا اقدام به د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۵مې عملي کېږي او د مارچ له ۲۶مې به په بشپړ ډول نافذ شي.
شبانه محمود برېټانیا کې زېږېدلې؛ خو مور او پلار یې د پاکستان د مقبوضه کشمیر اصلي اوسېدونکي دي.
د برېتانیا اوسنی حکومت له واک ته رسېدو راهیسې په دې هېواد کې د پناه غوښتنې د شرایطو د سختولو پر یو لړ پلانونو کار کوي. د دغو احتمالي بدلونونو له ډلې څخه یو دا دی چې د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره اړین وخت له پنځو کلونو څخه لسو تر شلو کلونو پورې لوړ شي.