دوه ځله قرباني: د زینب د جبري واده نه تر خپلو اولادونو جلا کېدو پورې کیسه

۲۳ کلنه زینب د بغلان ولایت اوسېدونکې ده، چې د خپل ژوند دوه ځلې قرباني کېدل بیانوي؛ لومړۍ قرباني یې د جبري واده له لارې پېل شوه او بیا یې ژوند د کورنۍ ځورونې او ټولنیزو تبعیضونو لاندې تیر شو.
زینب وايي چې شاوخوا اووه کاله مخکې، کله چې یواځې ۱۶ کلنه وه، پرته له دې چې د هغې نظر واخیستل شي د خوښې خلاف، د خپلې کورنۍ د مالي ستونزو له امله یو ۴۸ کلنې سړي ته په زور ورکړل شوه. دا واده د هغې انتخاب نه و او نه یې فرصت درلود چې پرېکړه وکړي. زینب په ژړغوني غږ وایي: «کله چې زما نکاح کېدله پلار او ورورنو مې حتی یو ځل هم له ما پوښتنه ونه کړه. هغوی زما برخلیک بدل کړ او زه یې ورکړم، کورنۍ مې غوښتل چې زما د نوم په کارولو سره ما له کور څخه وباسي او زما د راتلونکې په اړه یې هېڅ فکر نه کاوه.»
زینب زیاتوي چې په پیل کې یې میړه ارام او مهربان ښکاره کېده، خو ډېر ژر هر څه بدل شول. «زما د میړه چلند وروسته له واده په بشپړه توګه بدل شو. زورزیاتی او بد چلند یې پیل شو او زما ژوند د نه ختمیدونکي اور په څېر شو. که پوهیدم چې داسې ورځې پر ما راځي، هېڅکله به دې ژوند ته نه داخلېدم.»
د زینب ګډ ژوند له جسماني او رواني ځورونو ډک و هغه وایې: «که لږ تر لږه یوه کوچنۍ غلطي به مې وکړه، مېړه مې په سختۍ ووهلم. حتی مېړه خور مې هم بد چلند راکولو او هیچا زما غږ نه اورېده.»
د هغې په خبره مېړه یې په تدریج سره ناسزا ویلو پیل کړل او کله چې غصه کېده، سخت زورزیاتی به یې کاوه: «یو ځل مې خاوند پر سر په لرګي ووهلم چې بېهوشه شوم او له هغه وروسته زما حافظه او عصبي حالت ډیر زیانمن شول.»
زینب څو څو ځله هڅه وکړه چې د مېړه کورنۍ (خسرګنۍ) او خپلې پلارګنۍ ته خپل کړاو ورسوي، خو هیچا یې غږ وانه ورېده او زورزیاتی هم کم نه شو، بلکې ورځ تر بلې زیاتېده. مېړه یې د سختو شیانو په وسیله ووهله او هېڅ هیله نه وه چې دا عذاب به ختم شي.
په پای کې مېړه یې پرته له کومې محکمې او قانوني مراحلو، له کوره بهر کړه او د دواړو کورنیو په منځ کې یې اعلان وکړ چې «دا نجلۍ زما ښځه نه ده.» هغه درې ماشومان — دوه لوڼه او یو زوی — د زینب څخه واخیستل او ورته اجازه نه ورکوي چې هغوی وویني. زینب په مات زړه وايي: «ماشومان مې ډېر یادېږي خو نشم کولای چې هغوی ووینم ځکه مېړه مې ګواښ کړی که دا کار وکړم، هغوی به ووژني.»
خو د زینب کړاو یوازې د مېړه زورزیاتی او د ماشومانو څخه جلا کېدل نه دي. هغه بیا هم په خپله کورنۍ او ټولنه کې قرباني شوې. کله چې هغه د خپلې مور کور ته ولاړه، د سپکاوي او ټولنیزو فشارونو سره مخ شوه. «کله چې مېړه مې ماته طلاق راکړ، بل ځای مې نه و، یوازې د مور کور ته راستنه شوم. هیچا مې ملاتړ نه کاوه، یوازې مور مې زما ساتنه کوله. خو هلته هم ارامه نه وم. د ډېرو اندېښنو له امله ناروغه او عصبي شوې وم.»
زینب د جسماني او رواني زورزیاتی ترڅنګ د ټولنیزو او کلتوري فشارونو سره هم مخ ده. هغه د خپلې کورنۍ او ټولنې لید په اړه وایي: «زما طلاق د کلي د آبرو لپاره بدنامه ده.»
د زینب مور د خپلې لور د سخت حالت په اړه وایي: «زما لور کلونه زورزیاتی برداشت کړ تر څو چې رواني حالت یې خراب شو او خپله پېژندګلوي یې له لاسه ورکړه. حتی ماشومان او موږ یې پېژندل نه. شپې به یې چیغې وهلې او فریاد به یې کاوه. خو د درملنې وروسته حالت یې لږ ښه شو، که څه هم تر اوسه د ماشومانو څخه د جلا کېدو غم یې پر شا دی.»
د زینب ژوند د دوه ځلې قرباني کېدو کیسه ده؛ لومړی د کورنۍ لخوا چې هغې ته یې د یوې غټې او ناوړه ودونه ورکړه، او بیا د مېړه لخوا چې د زورزیاتی او جلا کېدو په وسیله یې له ژوند او ماشومانو څخه بې برخې کړه. اوس زینب د خپلې مور سره ژوند کوي او له ناڅرګند برخلیک سره مخ ده؛ هغه راتلونکی چې د ډېرو افغان ښځو لپاره لکه د هغې، ډېر تیاره او له ننګونو ډک دی.
د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زورزیاتی په پراخه کچه زیات شوی دی. په ځینو ولایتونو کې د طلاقو شویو ښځو ژوند د ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو له امله ډېر سخت شوی چې ځینې وختونه د خپګان، رواني ناروغۍ او حتی ځان وژنې لامل کیږي.
د کورنۍ او ټولنې ملاتړ نشتوالی، د ناموسۍ وژنې او ناعادلانه قضاوتونو شتون، او د قانوني او ټولنیزو مرستو کمي د دغو ښځو لپاره د بیا جوړونې لاره ډېره ستونزمنه کړې ده. زینب یوازې د زرګونو داسې ښځو یوه ده چې د دې تبعیض او زور زیاتي په سیسټم کې ماته شوې ده. د هغې کیسه د افغانستان په طلاقو شویو ښځو د اندېښنو د زیاتوالي لپاره یوه ستره زنګ وهلو ده او اړتیا ده چې هغوی ته د قانوني، رواني او ټولنیزو مرستو چټک او جدي پام وشي ترڅو د دوی د ژوند حق او انساني کرامت بیرته ورګرځول شي.