خوست کې د«ژژمن»په نامه راډیو له پنځه ورځني بندیز وروسته خپل نشرات پیل کړل

خوست کې د«ژژمن»په نامه راډیو له پنځه ورځني بندیز وروسته خپل نشرات پیل کړل
عکس از مرکز خبرنګاران افغانستان

د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړی چې په خوست کې د«ژمن»په نامه یوې خصوصي راډیو د طالبانو له پنځه ورځني بندیز وروسته بېرته خپل نشرات پیل کړي دي. 

یاد مرکز(دوشنبه،د لړم۲۱مه)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، پر یادې راډیو پنځه ورځې وړاندې په خوست د طالبانو د امرباالمعروف ادارې له لوري د خپرونو په بګرونډ کې د موسیقۍ خپرولو له کبله بندیز لګول شوی و.

خبرپاڼې زیاته کړې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر ادارې یادې راډیو ته په دې شرط د بیا فعالیت اجازه ورکړې چې، هیڅ ډول موسیقي به نه خپروي او دغه راز طالبانو د دغې راډیو له مسوولانو ضمانت هم اخیستی دی.

د افغانستان خبریالانو مرکز د یادې راډیو د بیا فعالیت له هرکلي کړی او دغه راز یې پر رسنیو یې د طالبانو بندیزونه په ښکاره د رسنیو له حقونو سرغړونه بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اوونیو کې خوست کې طالبانو په خوست کې درې سیمه ییز راډیوګانې وتړلې چې له ډلې یې غرښت، ژمن راډیو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړل شوې، خو د«لونګ» ښوونیزه راډیو چې، د موسیقۍ په خپرولو او د نجونو د ټلیفوني اړیکو په ځوابولو تورنه شوې وه لا هم تړلې ده.

پر رسنیو د طالبانو دې ډول بندیزونو په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي او د طالبانو له حکومت غوښتنه شوې چې د رسنیو قوانینونو ته پام وکړي