بریتانیا له روغتیایي زده کړو د افغان نجونو منع کولو پرېکړه غیر عادلانه ده
د افغانستان، منځني ختیځ او پاکستان د چارو لپاره د بریتانیا وزیر، هامیش فالکانر د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغان – امریکايي پوهنتون له محصلانو سره په لېدنه کې له افغان نجونو او ښځو یو ځل بیا خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
نوموړي د طالبانو له لوري د افغان نجونو پر طبي زدکړو د بندیز پرېکړه غندلې او دا یو تنګ فکر او غیر اخلاقي پرېکړه بللې ده.
هغه خبرداری ورکړی چې د طالبانو دا پرېکړه به د افغان ښځو او په راتلونکې کې د هغوی ژوند ته یو جدي ګواښ وي.
د بریتانیا وزیر یو ځل بیا د افغانستان د ملاتړ لپاره د د دغه هیواد ژمنتیا تایید کړې او ویلي یې دي چې، بریتانیا د ۲۰۲۴ د اپرېل او ۲۰۲۵ مارچ لپاره ۱۶۱ میلیونه پونډه چې ټول ټال ۱۴،۱ میلیارده افغانۍ کیږي مرسته وکړي
له دې وړاندې هم د امنیت شورا او نورو نړیوالو بنسټونو د طالبانو له خوا د افغان نجونو پر طبي زدکړو د بندیز پرېکړه غندلې وه او د طالبانو وروستۍ پرېکړه ''جنسیتي اپارتاید'' بللې وه.
طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې پر افغان نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز سربېره د پوهنتونونو او تازه یې د نجونو پرمخ پر روغتیایي انسټیټونو هم بندیز لګولی دی.