بامیان کې د هنري اثارو او نقاشۍ درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

په بامیانو کې د فرهنګي فعالانو په هلو ځلو د هنري اثارو او نقاشۍ نندارتون پرانېستل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د نندراتون یو تنظیموونکی او د بامیان د هنر استاد غلام حسین اخلاقي وایې، چې په دې نندارتون کې ۷۰ هنري او خطاطي اثار د خلکو نندارې ته کېښودل شوي دي.
هغه وایي چې د دغه نندارتون هدف د ځوانانو پام هنر او فرهنګ ته راجلبول دي او په وینا یې چې د ورته نندارتونونو دوام د هنرمندانو د هڅونې او د هنر د ودې لپاره یو مهم فرهنګي اړتیا ده.
د نوموړي په خبره، هنر د انسان په ژوند کې ځانګړې معنا لري او د هنر له لارې پیغامونه په اغېزناک ډول خلکو ته رسېږي.
په همدې حال کې د نندارتون ګډونوال وایې، دغه ډول پروګرامونه د ځوانانو د هڅونې او د نوو استعدادونو د راټوکېدو لپاره ګټور دي او غوښتنه کوي چې د هنري نندارتونونو، لکه خطاطۍ او انځورګرۍ لپاره لا ښه زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې له دې څه موده وړاندې په کابل او غزني ولایتونو کې هم ورته د هنري اثارو نندارتونونه جوړ شوي وو.