اقلیمي بدلون په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړې

اقلیمي بدلون په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا زیاته کړې
Photo by Matt Palmer on Unsplash

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وایې، چې په دغه هېواد کې اقلیمي ناورین بشردوستانه اړتیاوې ډېرې کړې دي.

 اوچا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، سېلابونو په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې یو سل او ۷۰ زره وګړي اغېزمن کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې ډله کې ۵۰۰ کسان مړه شوي او ۸۰۰ نور ټپيان دي.

د یادې ادارې په خبره چې افغانستان ته یوازې بشردوستانه مرستې بسنه نه کوي، بلکې دا هېواد له اقلیمي ناروین څخه هم کړېږي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې اوسمهال افغانستان د ۱۰ هغو هېوادونو په ډله کې دی چې تر نورو ډېر له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن دی.