افغان خبریالان وایې محدودیتونو او معلوماتو ته نه لاسرسي مو د فعالیتونو مخه ډب کړې

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان د طالبانو له لورې رسنیو ته د لاسرسي په برخه کې د محدویتونو څخه شکایت کوي او وایي، معلوماتو ته نه لاسرسي له امله یې د فعالیتونو مخه ډب شوې ده.
سلام وطندار رسنۍ د یو شمېر خبریالانو له نقلې قول څخه لیکلي، چې د طالبانو ویاندویان له خبریالانو سره د معلوماتو له شریکولو ډډه کوي او ځینې یې بیا نیمګړي معلومات ورکوي.
دوی زیاتوي، طالبان پر وخت له رسنیو سره د اړتیا وړ معلومات نهشریکوي او له همدې امله اکثریت د دیو راپورونه نیمګړي او له خپریدو پرته پاتې کیږي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د خپلو ویاندویانو یادې کړنې ته په یو ډول د حمایې په توګه وایي، هغه معلومات له رسنیو سره شریکیږي، چې له دوی سره موجود وي او د دوی د پالیسۍ مطابق وي.
د یادونې وړده، چې د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی محدود شوی او رسنیز فعالیتونه هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ شوي دي.