ارزګان کې سبا ۱۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکول کیږي

ارزګان کې سبا ۱۵ کسانو ته تعزیري سزا ورکول کیږي
Photo: Social Media

د ارزګان لپاره د اطلاعاتو او کلتور ریاست خبر ورکړی چې سبا د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په یو ورزشي لوبغالي کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۵ کسانو ته تعزبري سزا ورکول کیږي. 

د طالبانو یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي چې د ننداري لپاره دې سبا د مرکز ترينکوټ ورزشي سټیډيوم ته ځان ورسوي. 

خبرپاڼه کې څرګنده کړې چي دغلته د دې ډلې محاکمو د سترې محکمې سره په همغږۍ، هغه ۱۵ تنه چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو د د دُرو وهلو په سزا محکوم کړي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ له پېل راهېسې ډیر کله په بېلابېلو جرمونو تورن کسانعام محضر کې په دُرو وهي. 

د بشري حقونو نړیوال بنسټونه اعدام او د تورنو افرادو بدني مجازات د انساني کرامت او نړیوالو قوانینو خلاف بولي او د ختمېدو غوښتنه یې کوي؛ خو طالبان بیا دا چاره د شریعت پلي کول او خپل مکلفیت ګڼي.