په روان ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستانه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال راستانه شوی

په روان ۲۰۲۴ کال کې له ایران او پاکستانه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال راستانه شوی
Photo: Ava Press

د کډوالو نړیوال سازمان خبر ورکړی چې، په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان څخه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال ایستل شوي او بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان د کډوالو د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په یاده موده کې ۱.۱ میلیونه کسان له ایران، ۸۰ زره او ۵۰۰ له پاکستان او سل زره کسان بیا د هوايي ډګر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ بیا پیل شوې او پولیسو په دغه کار سره د افغان کډوالو ارام اخیستی او د ژوند کړۍ پرې یې تنګه کړې ده.

بلخوا راستانه شوي کډول وایې، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او زیاتره یې د کار نشتون له کبله بېرته پاکستان او ایران ته کډوال شوي دي.