له کور نه تر کروندې؛ د شکیلا یوه ورځ د لغمان په وچو ځمکو کې

له کور نه تر کروندې؛ د شکیلا یوه ورځ د لغمان په وچو ځمکو کې
Photo: RM Media

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې، لمر تازه پورته شوی او ګرمي ورو ورو خاوره سوځوي. په دې تودې هوا کې ۳۹ کلنه شکیلا په خپل پنځلس بسوې ځمکه کې په تڼاکو لاسونو او چاودو پښو کار کوي.

د هغې ترڅنګ، د دې ۱۳ کلن زوی له خپلې مور سره اوږه په اوږه په کروندو کې بېل وهي، تخم کري، خشاوه کوي او ډېر کار لپاره له کومې ستړیا پرته خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

شکیلا هره ورځ د سهار له پیل څخه په همدې ډول کار پیلوي. د بیل په مرسته خاوره کوي، تخمونه اچوي او ځمکه په دقت اوبه کوي. د خاوند له مړینې وروسته، د کور، ځمکې او درې ماشومانو ټول مسؤولیت یې پرغاړه دی. هغه وایي: «درې ماشومان لرم، یو زوی او دوه لوڼې. هره ورځ د خپل زوی سره په ځمکه کار کوم. سرپرست نه لرم چې ځمکه اداره کړي.»

د کروندو چارې اوس د هغې د ژوند برخه ګرځېدلې، په کور کې د خوړو چمتو کول، د کور چارې او د څارويو ساتنه هم د هغې دنده ده. شکیلا وایي: «زما لوڼې واده شوي. ټول کارونه پر ما او زوی مې دي. هم ځمکه کې کار کوم، هم کور، هم څاروي ساتم.»

شکیلا په خپله ځمکه کې تازه ترکاري، رومي، بانجان او بادرنګ کرلي او هر ورځ ترې ترلاسه شوي حاصلات د زوی په لاس د پلور لپاره بازار ته لېږي. هغه وایي: «هر کال تازه سبزي کرم ځکه چې ګټه یې نغده ده او په هفته کې د محصول د خرڅلاو څخه شپږ سوه تر اته سوه افغانۍ عاید لرم. خو سږکال سخته وچکالي ده. اوبه کمې دي او محصول لکه د تیر کال په شان نه دي.»

هغې د نورو کروندګرو په څیر د وچکالۍ د پراختیا له امله اندیښمنه ده او وایي چې د اوبو کمښت ډېر محصولات له منځه وړي او ځینې ځمکې یې وچې شوې دي.

نوموړې له دې ستونزو سره سره کلتوري محدودیتونه او کله نه کله د محرم نشتون ددې لامل کېږي چې پر وړاندې د خلکو غلطې انګېرنې واوري، ډېری وخت خپلوان او کلیوال ورته وایي: «ته ښځه یې، په ځمکه کار مه کوه. ځمکه دې نارینه وو ته ورکړه چې کښت وکړي.» شکیلا وایي چې دې خبرو ته پاملرنه نه کوي او د خپل زوی سره کار ته دوام ورکوي.

غرمه چې هوا نوره ګرمه شي، شکیلا بیل څنګ ته ږدي او په سیوري کې لږ استراحت کوي. د ځمکې او محصولاتو په لور ګوري او بیا د کور او ځمکې د چارو سمبالولو لپاره ځان تیاروي. هره ورځ دا تکراري لړۍ دوام لري، پرته له دې چې څوک ځای یې ونیسي.