روغتیا نړیوال سازمان: روانه میاشت افغانستان کې ۱۶۷ روغتیایي مرکزونه تړل شوي

روغتیا نړیوال سازمان: روانه میاشت افغانستان کې ۱۶۷ روغتیایي مرکزونه تړل شوي
Photo: WHO

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د روانې مارچ میاشتې له پیل راهیسې د دغه هیواد په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې یادو صحي مرکزونو د روغتیا نړیوال سازمان په چوکاټ کې فعالیت درلوده، چې د بودیجې کمښت له امله تړل شوي، چې ۱.۶ میلیونه کسانو ته یې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.

یاد سازمان اندېښنه ښودلې که وضعیت همداسې دوام پیدا کړي نو د روان کال تر جون میاشتې به د افغاستان په شمال، لویدیځ او شمال ختیځ ولایتونو کې ۲۲۰ نور روغتیایي مرکزونه هم وتړل شي چې ورسره به ۱.۸ میلیونه نور کسان له لومړینو روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

له دې څو ورځې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ صندوق هم هم د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸ روغتیایي مرکزونه وتړل او د روانې میاشتې تر پای یې د بودیجې کمښت له امله د پاتې ۱۴ مرکزونو د تړل کېدو خبرداری هم ورکړی دی.

بلخوا د طالبانو عامې روغتیا وزارت تراوسه د روغتیا نړیوال سازمان د وروستیو اندېښنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان روغتیايي سکټور د سقوط کېدو اندېښنې داسې مهال دي امریکا د ځینو نورو هیوادونو په ګډون پر افغانستان هم بهرنۍ مرستې بندې کړي، چې له امله یې په دغه هیواد کې روغتیایي سکټور او نورې برخې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.