ایراني حکومت یو افغان وګړی اعدام کړ

د ایران د بشري حقونو سازمان(د ههنګاو)راپور ورکړی چې د ایران قضايي سیستم د دې هېواد په شیراز ښار کې یو افغان وګړی د قتل په تور اعدام کړی دی.
یاد سازمان ویلي دي چې دغه اعدام شوی افغان(کاتب سیدنیان)نومېده او د قتل په تور ورته د اعدام سزا د شیراز ښار په«عادل اباد»زندان کې ورکړل شوې ده.
د بشري حقونو دغه سازمان ویلي دي چې نوموړی درې کاله وړاندې د قتل په تور نیول شوی و.
د مالوماتو له مخې د ایران حکومت په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۷۱ افغانان په مختلفو زندانونو د بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.