کابل کې طالبانو دوه کسان په دُرو وهلي

کابل کې طالبانو دوه کسان په دُرو وهلي
Photo: supreme court

د طالبانو ستره محکمه وايي، د کابل ښاري محاکمو لومړنۍ محکمې دوه کسانو ته تعزیري سزا ورکړې.

د سترې محکمې څخه(یک شنبه،۱۸ د لېندۍ) په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، یادو دوو کسانو ته یې د نامشروع اړېکو(زنا)په تور عام محضر کې سزا ورکړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو دوو کسانو یې هر یو یې ۳۹-۳۹  درو وهل شوي دي او د درې-درې کلونو د بند سزا هم ورکړل شوې.

له دې یوه ورځ وړاندې طالبانو په کاپیسا کې هم پنځه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په دُرو محکوم کړي وو.

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان څېړونکو د یوې اعلامېې په خپرولو سره افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو یې غوښتي چې هر څه ژر په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي.

اعلامیه کې د ملګرو ملتونو څېړونکو له طالب چارواکو غوښتنه کړې چې په بېړنۍ توګه له شکنجې او سپکاوي ډکې سزاګانې بندې کړي.