کابل کې د یوناما پر دفتر د برید پرمهال یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی

کابل کې د یوناما پر دفتر د برید پرمهال یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی
Photo: UNAMA/Fardin Waezi

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولي یا یوناما ویلي، چې په کابل کې یې پر دفتر برید شوی دی. 

رویټرز خبري اژانس د یوناما له قوله خبر ورکړی چې دا پېښه نن(دوشنبه،۱۵د سلواغې)  په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په دفتر کې شوې، چې پرمهال یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.

سرچینه زیاتوي چې د همدې پېښې له کبله نن د یوناما کارکوونکي د وضعیت خرابوالي له کبله دندو ته نه‌دي تللي.

د رویټرز راپور له مخې، طالبانو په دغه برید کې لاس درلود. 

په همدې مهال یو شمېر ځایي سرچینو ویلي چې د یوناما دفتر په داخل کې د ډزو غږونه اورېدل شوي خو د تلفاتو په اړه یې معالومات نه لري

تراوسه د یادې پېښې انګېزه نه ده څرګنده چې په یاده شخړه کې څوک وژل شوي دي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر افغانستان د امریکا د مرستو د بندېدو له کبله په دغه هیواد کې ۵۰ موسسو فعالیتونه درولي دي.