ننګرهار کې د جلا جلا پېښو پرمهال دوه ښځې وژل شوې

ننګرهار کې د جلا جلا پېښو پرمهال دوه ښځې وژل شوې
Photo: RM Media

ننګرهار کې ځایي سرچینو خبر ورکړی چې په جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې دوه ښځې په مرموز ډول وژل شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې لومړۍ پېښه کې یو روږدي کس خپله مېرمن د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په مرموز ډول وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د وژل شوې ښځې مېړه (خاوند) په نشه یي توکو روږدی و او له دې وړاندې یې هم څو ځله د خپلې مېرمنې د وژلو ناکامه هڅه کړې وه. د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده مېرمن لومړی د خپل خاوند له لوري نشه (مصمومه) شوې او بیا یې تر وهلو ډبولو وروسته زندۍ کړې او ځای پر ځای وژلې ده.

په همدې حال کې یوه بله سرچینه وایې چې په جلال اباد کې یوه لیوره خپله ۲۸ کلنه وریندار د کورني تاوتریخوالي له کبله په ډزو وژلې. سرچینه زیاتوي چې دا پېښه وړمه شپه د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې رامنځته شوې، چې پرمهال یې د نورینې په نامه یوه مېرمن د لېوره له لوري وژل شوې.

د سرچینې په وینا یاده مېرمن په اصل د دغه ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکې وه او له څو کلونو راهیسې په جلال اباد ښار له خپل لېوره سره اوسېده. ویل کېږي چې د وژل شوې مېرمن څخه درې اولادونه چې دوه یې لوڼې او یو زوی دی یتیمان پاتې شول او خاوند اوسمهال په جرمني کې مسافر دی.

دغه پېښې داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یو‌شمېر سیمو کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېری یې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.