ملګري ملتونو پراختیایي پروګرام: د افغان ښځو په مشرۍ مو د ۸۰ زره سوداګریو ملاتړ کړی
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام تازه د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې یې له ۸۰ زرو نه ډېرو کوچنیو سوداګریو ملاتړ یې کړی چې اوسمهال د افغان ښځو له لوري رهبري کېږي.
یادې ادارې زیاته کړې چې افغان ښځو د کوچنیو کاروبارونو په پیلولو سره ۹۰۰زره کسانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام دغه راز زیاته کړې، چې څلورنیم میلیونه افغانان له هغو کوچنیو کاروبارونو څخه کورنی عاید ترلاسه کوي چې ښځې یې مشري کوي.
دا په داسې حال کې چې واک ته د طالبانو په رسېدو سره پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو له بندیز سربېره په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د کار بندیز هم لګېدلی، چې له کبله یې زیاترو اوسمهال په کور دننه کوچنیو کاروبارونو ته مخه کړې ده.