له موسیقۍ سره د طالبانو د دښمنۍ دوام: طالبانو په ننګرهار و میدان وردګو کې د موسیقۍ ۸۱۷ آلې سوځولي
طالبانو پر موسیقۍ د محدودیتونو په دوام د امربالمعروف محتسبینو له ننګرهار او میدان وردګ ولایتونو څخه په سلګونه د موسیقۍ آلې او د موسیقۍ اورېدولو وسایل راټول او سوځولي دي.
د طالبانو تر ولکې لاندې د باختر دولتي اژانس ویلي، چې د امربالمعروف محتسبینو په ننګرهار ۶۵۷ او په میدان وردګو کې ۱۶۰ د موسیقۍ آلې سوځولي دي.
سرچینه زیاتوي چې یاد وسایل د امربالمعروف محتسبینو د تېرو څو میاشتو په موده کې د دغه ولایتونو په مرکز او ولسواليو کې د خلکو له خوا د کارولو پر وخت ترلاسه کړي وو.
طالبانو له دې څه موده وړاندې په ننګرهار، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼ شمېر کسان د موسیقۍ غږولو په تور نیولي او زنداني کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف محتسبینو په دې وروستیو کې پر موسیقۍ غږولو محدودیتونه زیان کړي او کنټرولي پوستې یې جوړې کړي څو خلک له موسیقۍ غږولو منعه کړي.