له طالبانو سره په تعامل کې دې د نجونو او ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړل شي
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې نړیواله ټولنه دې له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د افغان ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او دوی دې له پامه نه غورځوي.
رینا امیري زیاته کړې که چېرې نړۍ له افغان ښځو ملاتړ ونکړي نو د نړۍ هر ګوټ کې به د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.
نوموړې زیاته کړې چې طالبانو د څه باندې ۸۰ جنسیتي تبعیض تګلارو په عملي کولو سره افغان ښځې له ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې دي.
دا په داسې حال کې واک د طالبانو په رسېدو سره دې ډلې پر افغان نجونو او ښځو د زده کړو بندیزونه لګولي او دغه راز دوی یې له کار کولو منع کړي دي.
طالبانو دغه راز څو اوونۍ وړاندې د افغان ښځو او نجونو پر طبي زده کړو بندیز ولګاه چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه را وپارول.