طالبانو په غزني کې دوه کسان په دُرو ووهل
د طالبانو ستره محکمه وایې چې په غزني ولایت کې یې دوه کسان د نامشروع اړیکې درلودلو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې نن(سه شنبه،۲۰د لېندۍ)د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، دغه کسان یې د غزني په مقر ولسوالۍ کې په عام محضر کې مجازات کړي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دغه راز له دې کسانو څخه یو یې په درې کاله بند او ۳۹ دُرو او بل هغه یې په پنځه کاله بند او ۳۹ دُرو محکوم شوي.
د مالوماتو پر اساس طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې شپږ کسان اعدام کړي او دغه راز ۷۱۵ نور کسان یې د بېلابېلو جرمونو په تور عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
بلخوا د بشر حقونو سازمان او نورو بنسټونو په مکرر ډول په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې هر څه ژر په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي.
خو له دې هر څه سره سره بیا هم طالبانو دا لړۍ دوامداره ساتلې ده.