طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې ١٦ فرمانونه د ښځو حقونو د محدودولو لپاره صادر کړي
د اکپس سازمان«ای سي ای پي اس»د یو راپورو په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په تېرو شپږو مياشتو کې د ښځو د حقونو محدودولو لپاره ۱۶ فرمانونه صادر کړي دي.
راپور کې راغلي چې د طالبانو نظام د جولای له لومړۍ د ډسمبر تر دویمې نېټې پورې په موده کې، ۱۶ داسې فرمانونه صادر کړي چې د افغان ښځو او نجونو پر ژوند یې مستقیم منفي اغېز کړی دی.
راپور زیاتوي د دغو فرمانونو له جملې ۷ مورده یې په ټول افغانستان او ۹ یې د ولایتونو په کچه صادر شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په روغتیایي انسټیټونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او تازه یې نجونې په هرات او ننګرهار کې نجونې د ښوونیزو په ښوونیزو مرکزونو کې له زده کړو راګرځولي دي.